د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوليس د "مشال خان" په باب د دوو ملايانو پاروونکي ويناوې څېړي


په خیبر پښتونخوا کې پوليس وايي، د مشال خان په پلرني ټاټوبي صوابۍ کې د هغو دوو ملايانو په اړه هم پلټنې کوي چې د مشال خان جنازې مراسمو ګډوډولو هڅه یې کړې وه او د هغه د کورنۍ په باب يې کرک-پاروونکې څرګندونې کړې وې.

مشال خان د شمالي ښار مردان د عبدالولي خان پوهنتون زده کوونکی و د پنجشنبې ورځ د پوهنتون په انګړ کې د بلوه ګرو زده کوونکیو له لوري اسلام ته د سپکاوي په تور په وهلو-ډبولو ووژل شو.

د پولیس وروستي راپورونه وايي چې د مشال خان خلاف لګېدلیو تورونو په باب یې هېڅ ثبوت و نه موند.

په پاکستان کې چې اکثريت اوسېدونکي يې مسلمانان دي، مقدساتو ته سپکاوى ډېره حساسه موضوع ده چې تورن کس د مرګ له سزا سره مخامخېداى شي.

د دغه هېواد په زندانونو کې په لسګونو کسان په دې تور د مرګ د سزا انتظار باسي.

د رويټرز اژانس په حواله پاکستان کې له ١٩٩٠مو کلونو راهيسې لږ تر لږه ٦٥ کسان مقدساتو ته د سپکاوي په تور وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG