د لاسرسي ځای

تازه خبر

"یو مسید" پرلت له ټانک څخه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته وهل شوی


په پېښور کې د مسیدو احتجاجي پرلت
په پېښور کې د مسیدو احتجاجي پرلت

د "یو مسید" په نوم د جنوبي وزیرستان خلکو خپل احتجاج له ټانک څخه پېښور ته منتقل کړی او په پېښور کې یې د اپرېل د نهمې له مازیګره د خيبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی دی.

په پرلت کې شامل د جنوبي وزیرستان یو ځايي مشر غوث الله مشال راډیو ته وویل، "په وزیرستان کې چې کوم جنګ پيل شو او د راه نجات په نوم کوم پوځي عملیات وشول نو په هغې کې زموږ کورونه، مارکېټونه او جوماتونه وران شول. په هغه کې بیا حکومت پالیسي جوړه کړې وه چې د مکمل ویجاړ کور پر سر به څلور لکه روپۍ ورکوي، نو هغه پيسې ۴،۰۰۰ کورونو ته ورکړل شوي خو ۶،۵۰۰ کورونو ته هغه پيسې نه دې ورکړل شوي، نو موږ له حکومته خپل دغه حق غواړو."

د یو مسید په نوم پېښور ته د دغه احتجاجي پرلت د راوړلو په غبرګون کې حکومتي چارواکو تر دې دمه څه نه دې ویلي.

تر دې وړاندې په ټانک کې د جنوبي وزیرستان د ضلعي انتظامیې چارواکو دوی ته ویلي ول چې د جنوبي وزیرستان په ځینو سیمو کې یې بیا له سره د ورانو شویو کورونو سروې پيل کړې ده.

د چارواکو په وینا، چې د سروې عمل سر ته ورسېږي نو دوی به له حکومتي پالیسي سره سم اغېزمن شويو کورونو ته مالي مرستې ورکوي.

خو د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ مخې ته څو نور احتجاج کوونکو مشال راډیو ته وویل چې ترڅو یې غوښتنې نه وي منل شوې نو خپل احتجاجي لاریون ته به دوام درکوي.

د وړوکي منظور پښتین په نوم یو تن مشال راډيو ته وویل، "په ټانک کې تر ۱۴ میاشتو موږ د دې غوښتنو لپاره پلتۍ (پرلت) وهلې وه خو حکومت زموږ هېڅ پوښتنه ونه کړه نو موږ اوس د پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته راغلو او ترهغې به موږ خپل احتجاجي پرلت ته دوام ورکوو ترڅو چې موږ ته د مالي مرستو ټول چيکونه نه وي راکړل شوي."

د پاکستان پوځ په قبايلي سيمو کې ګڼ پوځي عمليات کړي دي. په دوی کې لوی هغه یې راه نجات او ضرب عضب ول.

د دغو عملياتو پر مهال د پوځ او وسله والو ترمنځ په سختو نښتو کې ګڼ‌کورونه وران شوي، سړکونه ويجاړ شوي او مارکېټونه ړنګ شوي دي.

په ټانک کې د مسیدو احتجاجي پرلت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:03 0:00

XS
SM
MD
LG