د لاسرسي ځای

تازه خبر

د "يو مسيد" احتجاج به د مطالبو تر پوره کېدو روان وي: منظور پښتين


منظور پښتين په ټانک کې د يو مسيد احتجاج ته د وېنا پر مهال
منظور پښتين په ټانک کې د يو مسيد احتجاج ته د وېنا پر مهال

د خېبرپښتونخوا په ټانک ضلعه کې د يو مسيد په نوم د مسيدو احتجاجي ناستې ته د پښتون ژغورنې غورځنک مشر، منظور پښتين ويلي چې حکومت دې د خلکو غوښتنې ومني.

د جنورۍ پر ۳۰مه، د مسيد قام دې راټولو شوو خلکو ته، منظور پشتين وويل چې په سيمه کې امن تر هغې پورې نشي راتللي تر څو خلکو ته د امن ضمانت نه وي ورکړل شوي. هغه زیاته کړه دا احتجاج به تر هغې جاري وي تر څو حکومت خلکو ته د ړنګ کړل شويو کورونو معاوضې نه وي ورکړي.

د جنوبي وزیرستان د مسيدو سيمو اوسيدونکو د خېبر پښتونخوا په ټانک کې د ډپټي کمشنر د دفتر مخې ته دا احتجاجي پرلت د جنورۍ له ۲۷مې پېل کړی دی. په سلګونو دا خلک له حکومته د هغو کورونو د جوړولو لپاره معاوضه غواړي چې د دوی په وېنا په ۲۰۰۹ کال کې د پوځ په عملياتو کې وران شوي دي.

د يو مسيد احتجاجي پرلت وياند، حيات پريغل د جنورۍ په ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې د ړنګ شويو کورونو سروې کار بايد تېز کړل شي. د هغه په خبره هر چاته چې ټوکن یا د پېسو اخیستو پرچه ورکړل شوې ده، هغه ته بايد سمدستي پېسې ورکړل شي او کوم کورونه چې له سروې پاتې دي، هغه دې ژر تر ژره درج کړل شي.

د پاکستان پوځ په قبايلي سيمو کې ګڼ پوځي عمليات کړي دي. په دوی کې لوی هغه یې راه نجات او ضرب عضب وو. د دغو عملياتو پر مهال د پوځ او وسلې والو ترمنځ په سختو نښتو کې ګڼ‌کورونه وران شوي، سړکونه ويجاړ شوي او مارکیټونه ړنګ شوي دي.

حکومت د زیان ليدلو خلکو سره د مرستې لپاره سروې کړي او ځينو ته یې پېسې ورکړې دي خو ځايي‌خلک یې پر کار نيوکې لري.

جنوبي وزيرستان مرستيال کمشنر خالد اقبال د جنورۍ په ۳۰مه مشال راډيو ته ويلي وو چې د زرګونو ړنګو شويو کورونو سروې په ښه ډول روانه ده او دا مسله به ډير ژر حل کړي.

په ټانک کې د مسیدو احتجاجي پرلت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:03 0:00

XS
SM
MD
LG