د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا ولسمشر جو بايډن په هېواد کې د وسلو قابو کولو نوي اقدامات اعلان کړي


ولسمشر جو بایډن د اپرېل پر اتمه په سپينه ماڼۍ کې د مرستیالې ولسمشرې کاملا هېریس او لوی څارنوال مېریک ګارلېنډ په موجودګۍ کې د وسلو تشدد ولسي روغتيايي کړکېچ وباله.
ولسمشر جو بایډن د اپرېل پر اتمه په سپينه ماڼۍ کې د مرستیالې ولسمشرې کاملا هېریس او لوی څارنوال مېریک ګارلېنډ په موجودګۍ کې د وسلو تشدد ولسي روغتيايي کړکېچ وباله.

د امريکا ولسمشر جو بايډن په هېواد کې د وسلو د کنټرول لپاره نوي اقدمات اعلان کړي دي.

نوموړي د اپرېل پر اتمه په سپينه ماڼۍ کې د مرستیالې ولسمشرې کاملا هېریس او لوی څارنوال مېریک ګارلېنډ په موجودګۍ کې د وسلو تشدد ولسي روغتيايي کړکېچ وباله.

ده زیاته کړه، "موږ نن د وسلو د کړکېچ د مخنيوي لپاره اقدامات کوو چې دا په اصل کې ولسي روغتيايي کړکېچ دی."

ولسمشر بايډن چې د ډیموکرات ګوند د غړي په توګه پر وسلو د محدودیت د ملاتړ پخوانۍ سابقه لري، دا اعلان د سپينې ماڼۍ په روز ګارډن کې جوړې شوې هغې غونډې ته د وينا پر مهال وکړ چې د وسلو د تشدد د يوشمېر قربانيانو خپلوان هم پکې موجود ول.

هغه زياته کړه چې "د خدای په خاطر دا يوه ساري ناروغي ده او بايد مخه يې ونيول شي".

په امريکا کې قانون ولس ته د سپکو وسلو "توپک او توپنچې" اخيستلو او په کور کې د اېښودلو اجازه ورکوي خو د دې وسلو د استعمال له کبله له لسيزو راهيسي په سکولونو او نورو ولسي ځايونو کې يوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دا وروستيو کې د امريکا په جنوبي کیرولاينا ايالت کې د ډزو په دا ډول يوه پېښه کې د يوه ډاکټر، د هغه د مېرمنې او دوو لمسيانو په ګډون پنځه کسان ووژل شول.

له دې وروسته تېره مياشت په کولاراډو او جورجيا ايالتونو کې په دوو دا ډول پېښو کې ۱۸ کسان ووژل شول.

په امریکا کې د وسلو کنټرول يوه لانجمنه مسله ده او يوشمېر امريکايان د وسلو کنټرول ته د خپل قانوني حق د سلبولو په سترګه ګوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG