د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د کانګرېس ودانۍ پر امنیت ساتونکو د موټر خېژولو برید کې یو پولیس وژل شوی دی.
پولیسو موټر چلوونکی په ډزو وژلی دی. د دوی په وینا، د هغه چاړه هم په لاس کې وه او پولیسو ته یې ګواښ کړی و.
پولیس وايي، په سمدستي توګه داسې نه ښکاري چې دا "له ترهګرۍ سره تړلې پېښه" وه.
د وژل شوي مشکوک بریدګر ورور واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي چې ورور یې په نشو او وهم اخته و.
د ده په وینا، کورنۍ د هغه د ذهني روغتیا په اړه اندېښنه درلوده.
د کانګرېس غړو د دې برید پر وخت غونډه نه درلوده.
په روان (۲۰۲۱ز) کال کې دا دویم پولیس دی چې د کانګریس ودانۍ د امنیت ساتلو پر مهال وژل شوی دی.