د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې لس کسان په ډزو وژل شوي


پولیس د پېښې په ځای کې
پولیس د پېښې په ځای کې

د امريکا کولراډو ايالت د بولډر ښار په يوه سوپر مارکېټ کې پر خلکو ډزو کې د يو پوليس چارواکي په ګډون لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي.

د بولډر کاونټۍ ضلعي څارنوال مایکل ډوویټي ويلي دي چې د ۲۲ م مارچ تر وژنو وروسته يې يو مشکوکه ژوبل تن په حراست کې اخستی او علاج يې روان دی.

د پوليسو مشرې مېرېس هېرلډ وېلي دي چې په وژل شوو کې ۵۱ کلن پوليس چارواکی اېرېک ټېلي هم دی. دا هغه پوليس چارواکی دی چې لومړی يې دې راپورونه ته غبرګون وښود چې پکې ويل شووي چې له يو تن سره رايفل دی. هېرلډ وېلي دي چې د پوليس چارواکو کارکردګي بهادرانه وه.

د يو ځايي خبريال لخوا د پېښې په ځای کې جوړه کړل شوې ويډيو چې په يوټيوب اچول شوې ښيي چې په سوپرمارکېټ او پارکېنګ ځای کې جسدونه پراته دي. په يو ځای کې د ډزو اوزاونه هم اورېدل کيږي.

په وروستئ ويډيو کې بيا ښکاري چې په درنو وسلو سمبال پوليس سيمې ته ورروان دي. پوليسو پر دې اړه څه معلومات نه دي ورکړي چې د يادې پېښې تر شا علت څه دی خو پر خلکو دې بريد امريکا ته ضربه رسولې.

هېرلډ يوې خبرې غونډې ته وېلي دي ((دا ډېرې پيچلې پلټنې دي چې بشپړېدل به يې تر پنځو ورځو زیات وخت اخلي.

XS
SM
MD
LG