د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حکومتي ژمنو باوجود د خوراکي شيانو نرخونه ولې نه دې کم شوي؟


يو دکاندار د اخیستونکو په انتظار
يو دکاندار د اخیستونکو په انتظار

د خېبر پښتونخوا د تخت بای په چترال کلي‌کې محمد جميل په کرکيله د خپل شپږ کسیز کور ژوند روان ساتلی دی. خو وايي‌ اوسمهال یې مالي حالت ښه نه دی ځکه چې خوراکي توکي ګران او د بجلۍ بيلونه ډېر شوي دي.

هغه د اپرېل په شپږمه مشال رېډيو سره په خبرو کې وويل چې د فصلونو سرې او تخمونو بیې لوړې شوې نو ځکه یې د پټيوو حاصل د پخوا هومره ګټه نه کوي: ((ډي پي خاوره چې د غنمو لپاره ما په ۳۵۰۰ روپۍ راوړې وه، اوس پنځه زره ته رسېدلې. دوه مياشتې مخکې ما د پنځه کلو ډلډا غوړو ټپکه په ۱۲۰۰ روپۍ اخیستې وه خو اوس یې قيمت څه دپاسه ۱۵۵۰ روپۍ دی. وړه هم ګران شوي دي.))

تنخا ايله دومره کوي چې ژوندي یې ساتلي یو.
فضل مجید

د محمد جميل په شان د چارسدې فضل مجيد هم له ګرانۍ پرېشانه دی. هغه په پېښور کې په نېشنل بېنک کې د میاشتې په پنځوس زره روپۍ د اکاونټنټ په توګه کار کوي خو وايي‌ګزاره یې مشکله ده. هغه ته چې لس کسه کور ورپه غاړه دی، د اپرېل په شپږمه یې مشال رېډيو ته وويل حکومت په تنخاګانو کې لس فیصده اضافه کړي خو د خوراکي شيانو بیې سل فېصده ډېرې شوې دي. ((تنخا مو ایله دومره کېږي چې د کور ټولو کسانو ته خوراک څښاک ورسیږي او ژوندي پاتې شي.))

خلک په داسې حال کې له ګرانۍ شکايت لري چې د اپرېل په روانه میاشت کې روژه پېلیږي. په روژه کې عموما شيان لا نور ګرانېږي‌ خو حکومت وايي کوښښ کوي چې د هغوی خلکو مخه ونیسي چې د ډېرې ګټې لپاره شيان ذخیره کوي.

د احتساب او کورنیو چارو لپاره د وزیراعظم عمران خان سلاکار شهزاد اکبر د اپرېل په څلورمه د پاکستان سرکاري ټيليويژن سره په خبرو کې وويل چې وفاقي استخباراتي ادارې هغه ډله معلومه کړې او هڅه يې ورله شنډه کړې چې روژې مياشتې ته يې د خوراکي شيانو د بيعو ۴۰ فيصده لوړولو پلان جوړ کړی وو.

په لوړه بیه خرڅولو لپاره د خوراکي شیانو د ساتونکو خلاف مو کاروايي‌کړې ده
وزیراعظم

تحريک انصاف حکومت تېرکال د کورونا وبا له وجې په لګولو بندیزونو کې يو مهال کاروبارونه او مارکيټونه بند کړل خو وزیراعظم عمران خان ويلي چې بيا داسې ځکه نه کوي چې دا کار اقتصاد ته لوی زیان رسوي.

حکومت د غریبو لپاره د احساس پروګرام لاندې نغدي پېسې هم ورکوي. د دې پروګرام پر ویب سایټ د ورکړل شوو شمېرو ترمخه د کورونا په مهال د هرې اړې کورنۍ سره د ۱۲۰۰۰ روپيوو مرسته کېږي.

وزيراعظم عمران خان د اپرېل په څلورمه له ولس سره په ټيليفوني خبرو کې چې د پاکستان سرکاري ټي وي په ژوندۍ بڼه خپرولې، د دې پروګرام يادونه وکړه او وې ويل چې کوښښ کوي د خلکو ژوند ښه وساتي.

عمران خان د ګرانۍ لپاره دا دليل وړاندې کړ ډیری خوراکي شيان له نورو هېوادونو په ډالرو کې اخستل کيږي نو کله چې د ډالرو قيمت زيات او په مقابله کې يې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت کم شي نو د دې شيانو نرخونه هم زيات شي او په ملک کې ګراني راشي.

هغه زیاته کړه چې يو حل دا دی چې د حکومت زرعي اصلاحات پر مخ ولاړ شي او له نورو هېوادونو د خوراکي توکو درامدولو پر ځای دوی دغه په خپل هېواد کې پېدا کول شروع کړي. هغه د خوراکي شيانو د ذخیره کوونکو پر ضد د کاروايي ذکر هم وکړ خو ډير تفصیل یې ورنه کړ.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي وايې که حکومت ياد کارونه پر وخت کړی وای نوګراني به تر څه حده کنټرول شوې وه.

نوموړي د اپرېل په شپږمه مشال رېډيو ته وويل: ((د ګرانۍ مخنيوی هله کېدای شي چې حکومت خلکو ته روزګارونه ورکړي چې د خوراکي او نورو شيانو اخستو توان زيات شي. د روزګارونو پېدا کولو لپاره په ملک کې سرمايه کارۍ ته اړتيا ده.))

XS
SM
MD
LG