د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال بانک له پاکستان سره میلیونونه ډالره مرسته وکړه


پر تړون لاس لیک د نړیوال بانک یوې چارواکې ملېنډه ګوډ او د اقتصاد وزارت سکرټر نور احمد وکړو.
پر تړون لاس لیک د نړیوال بانک یوې چارواکې ملېنډه ګوډ او د اقتصاد وزارت سکرټر نور احمد وکړو.

نړیوال بانک پاکستان سره د ۱۲ مېلیونو ډالرو کومک وکړ او ترېنه یې وغوښتل چې دا پیسې دې د قبایلي سیمو د ستونزو په هوارۍ او پرمختګ ولګول شي.

د فبرورۍ پر ۲۶مه، په دې اړه، په اسلام اباد کې، د نړیوال بانک او د پاکستان د اقتصاد وزارت د چارواکو ترمنځ یو تړون لاس لیک شو.

پر تړون لاس لیک د نړیوال بانک یوې چارواکې ملېنډه ګوډ او د اقتصاد وزارت سکرټر نور احمد وکړو. د پاکستان د اقتصادي چارو مرکزي وزیر خسرو بختیار د نړیوال بنک نه په دې مرستو مننه وکړه.

نړیوال بانک د دغو پیسو د ورکولو پر مهال پاکستان ته سپارښتنه کړې ده چې پر دغو پیسو دې د جنګونو او پوځي عملیاتونو له وجې د خلکو ړنګ شوي کورونه بیرته جوړ کړل شي، د هغوی پر تعلیم، صحت، پرمختګ او د بنیادي سهولتونو دې پاملرنه وشي.

یو قبایلي مشر ملک رحمت الله د فبرورۍ پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، پاکستان سره تر دې وړاندې هم نړیوالو په وار وار داسې مرستې کړي او ترېنه یې غوښتي چې دا پیسې دې د بې کوره شوو قبایلیانو د بهبود لپاره وکاروي خو د نوموړي په وینا د هغوی ستونزې لا هم په خپل حال دي او چا یې حل کولو لوري ته هېڅ پام نه دی کړی.

ملک رحمت الله وايي، دا مهال د قبایلي سیمو نه د جنګونو له وجې زرګونه کورنۍ یا افغانستان ته کډه شوي او یا هم په پاکستان کې په نورو سیمو کې ژوند کوي. هغه غوښتنه وکړه چې دا پیسې دې د هغو خلکو د کورونو د جوړولو، د هغوی د واپسۍ د انتظاماتو په کولو او د هغوی د ژوند د بهبود لپاره وکارول شي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف ګوند غړی اقبال اپریدی وايي، پاکستان تر دې وړاندې هم د بې کوره شوو خلکو سره د هغوی د کورونو په جوړولو کې مرسته کړې او اوس به هم دغه لړۍ جاري ساتي.

XS
SM
MD
LG