د لاسرسي ځای

تازه خبر

څېړنه: ۲۰۲۰ کال کې د کورونا باوجود بهرمېشتو پاکستانیانو زیاتې پیسې وطن ته استولي


په سعودي عرب کې مېشت پښتانه
په سعودي عرب کې مېشت پښتانه

لندن ميشتې اکانومېسټ انټيليجنس يونټ څيړنيزې ادارې په نورو هېوادونو کې د مېشتو وګړو لخوا خپلو هېوادونو ته د پېسو لېږلو په اړه تازه راپور خپور کړی.

په راپور کې ويل شوي چې د کورونا وايرس جهاني وبا له وجې دا يو بحران رامنځ ته کولای شي. په راپور کې د پاکستان په حواله ويل شوي چې په ۲۰۲۰ز کال کې بهر ميشتو پاکستانيانو خپل هېواد ته د پيسو ليږلو شرح زياته وه، که څه هم کورونا وايرس له وجې کاروبارونه په ټپه ولاړ وو خو د دې باوجود د پیسو ليږل کم شوی نه دي.

راپور کې راغلي، د دې ډېر وجوهات دي. لومړی په خليجې هېوادونو کې ميشت ډېرو پاکستانيانو روزګار د لاسه ورکړی خو پيسې يې جمع کړي وي او په خپل هېواد کې يې پرې کاروبارونه پیل کړي.

په اسلام اباد کې د ډان ورځپاڼې خبريال طاهر شيراني د فبرورۍ پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان سټيټ بېنک د شمېرو ترمخه له تېرو اتو مياشتو راهیسې له بهره د پيسو ليږلو کې زياتوالی راغلی دی. د شمېرو ترمخه په بهر هېوادونو کې مېشت پاکستانيان هره مياشت له دوه اربو ډالرو سيوا پيسې خپل هېواد ته ليږي.

ده زياته کړه:

"له بهره د پېسو ليږلو شرح کې زياتوالي ډېر وجوهات دي. د پاکستان سټېټ بېنک په دې لړ کې ځيني ګامونه پورته کړي وو چې بهر هېوادونو کې ميشت پاکستانيان په اسانۍ سره خپل هېواد ته پېسي وليږي. بله دا چې حکومت د روشن ډيجيټل پاکستان په نامه اکاونټ هم پرانيستی دی. د هغه اکاونټ له لارې شاوخوا ۵۰۰ ميليونه ډالر له بهره خلکو خپل هېواد ته ليږلي دي."


د اکانومېسټ انټيليجنس يونټ څيړنيزې ادارې په خبره د پاکستان حکومت د پېسو پر ليږلو ټيکس هم کم کړی چې له وجې يې په ۲۰۲۰ز کال کې خلکو زياتې پيسې وليږلې. خو د راپور ترمخه، په ۲۰۲۱ز کال کې دغه هېواد په دي مد کې له خطر سره هم مخامخ دی ځکه چې دا عارضي ګامونه دي. راپور لیکي، دا د پاکستان لپاره مسله هم جوړولی شي، ځکه چې د هېواد کرنټ اکاونټ زياتره تکيه له بهره راليږل شويو پر پيسو وي.

د پېښور هوايي ډګر یو چارواکی د یوه مساپر د بدن تودوښه معلوموي
د پېښور هوايي ډګر یو چارواکی د یوه مساپر د بدن تودوښه معلوموي

د پاکستان وزيراعظم د فبرورۍ پر ۱۵مه په ټويټر پاڼه ليکلې وو چې د کورونا وايرس وبا له وجې کاروبارونو خرابيدو باوجود بهر ميشتو پاکستانيانو ريکارډ پيسي خپل هېواد ته ليږلي دي.

په پېښور کې د اقتصادي چارو پوه ډاکټر صمد خان د فبرورۍ پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل، که چېرې له بهره د پيسو ليږل کم شي نو د هېواد اقتصاد د خرابېدو سره سره د جرمونو شرح هم زياتيدای شي.

ده زياته کړه:

"په پاکستان کې د اوسط کورنۍ غړو شمېر پينځه يا شپږ کسان وي او دا ټول پر يو کس انحصار کوي. که هغه دوبۍ کې وي، يورپ کې وي يا په امريکا کې وي. دا ډېره لازمي خبره ده چې له بهره پیسې راځي، او خلک دلته پرې خپل روزګار چلوي. ځکه چې له بده مرغه په هېواد کې موجوده حالات د روزګار په حوالې سره خراب دي. خلک بې روزګار دي. د کووېډ -۱۹ ناورغۍ له وجې کاروبارونه نه شته، او د وبا نه مخکې هم د هېواد اقتصادي حالت ښه نه وو، نو په دې حالاتو کې د خلکو تکيه په بهرنیو هېوادونو کې د ميشتو خپلوانو پر پېسو ده."

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال د ډېسېمبر په مياشت کې په ووهان ښار کې راښکاره شو چې د نړۍ ګڼو هېوادونو ته خپور شوه. په دوی کې هغه هېوادونه هم شامل دي چې پاکستاني وګړي پکې کار کوي خو اوس د ډېرو دې خلکو کاروبارونه خراب شوي او خپلو کورونو ته د پخوا په شان پیسې نه شې لېږلی.

نېږدې نهه ميليونه پاکستانيان په بهر کې اوسېږي. په دوی کې تر ټولو ډېر په عرب هېوادونو کې مېشته دي. تر ټولو ډېرې پیسې له سعودي عربه ورځي. په ۲۰۱۹ ز کال کې بهر مېشته پاکستانيانو خپل هېواد ته ۲۳ اربه ډالر ليږلي وو.

XS
SM
MD
LG