د لاسرسي ځای

تازه خبر

که لارښوونې عملي‌ نه شوې پر ټولبند به مجبور شو: عمران خان 


وزيراعظم عمران خان دا څرګندنې په داسي حال کې کړې دي چې په پاکستان کې د اپرېل له دریمې تر څلورمې دې ناروغۍ لږ تر لږه ۸۱ کسان وژلي دي. (انځور: ارشیف)
وزيراعظم عمران خان دا څرګندنې په داسي حال کې کړې دي چې په پاکستان کې د اپرېل له دریمې تر څلورمې دې ناروغۍ لږ تر لږه ۸۱ کسان وژلي دي. (انځور: ارشیف)

د پاکستان وزيراعظم عمران خان پر ولس غږ کړی چې د کورونا وايرس مخنيوي لپاره پر حکومتي لارښوونو په سختۍ عمل وکړي.

عمران خان د اپرېل پر څلورمه له ولس سره په ټليفوني خبرو کې وويل چې د کورونا وايرس وبا درېمه څپه د پخوانیو دوو څپو پرتله زياته خطرناکه ده.

وزيراعظم وويل چې له کورونا وايرس څخه د ځان ساتلو یوازېنۍ لاره تمبوزک وهل یا ماسک لګول دي.

نوموړي د يوې پوښتني په ځواب کې وويل چې که خلکو د کورونا وايرس مخنيوي لپاره لارښووني عملي نه کړې او حالات خراب شو نو پر ټولبند به مجبوره شي.

وزيراعظم وويل چې د وايرس خپرېدو لړۍ روانه وي نو دا به د صحت نظام او اقتصاد تر سخت فشار لاندې راولي.

وزيراعظم عمران خان دا څرګندنې په داسي حال کې کړې دي چې په پاکستان کې د اپرېل له دریمې تر څلورمې دې ناروغۍ لږ تر لږه ۸۱ کسان وژلي دي.

د پاکستان د صحت وزارت وايي چې د اپرېل تر څلورمې په ملک کې په مجموعي توګه له کورونا وایرس څخه ۱۴۷۷۸ مړه شوي دي.

بل پلو په پاکستان کې د کورونا د څار مرکزي ادارې - این سي او سي - د روژې په اړه نوې لارښوونې خپرې کړې دي.

د دې لارښوونو له مخې، په جوماتونو او امام بارګاه کې تر ۵۰ کالو زیات عمر لرونکو، ماشومانو او ناروغو کسانو پر ورتګ بندیز لګولی شوی دی.

په لارښوونو کې راغلي چې جومات او امام بارګاه ته تلوونکي خلک باید په کورونو کې اودسونه وکړي‌ او د جومات پر ځای باید په کورونو کې اعتکاف وشي.

په لار ښوونو کې دا هم ویل شوي چې د پېشلمي او روژه ماتي پر وخت به په جوماتونو یا امام بارګاه کې د خوراک او څښاک بندوبست نه کېږي.

د دې تر څنګ په جوماتونو او امام بارګاه کې د غالیو او کارپیټو هوارول هم منع شوي دي او د لمونځ کوونکو ترمنځ به شپږ فټه واټڼ وي.

په خیبر پښتونخوا کې د وفاق المدارس ویاند او دیني عالم مفتي سراج الحسن مشال راډیو ته وویل چې باید حکومت هغه لارښونې اعلان کړي چې عملي کولای یې شي.

د پېښور په حیات اباد میډیکل روغتون کې ډاکټر اعجاز یوسفزی وايي چې په روژو کې په جوماتونو کې ګڼه ګوڼه دومره زیاته او تر ډېره وخته وي‌ چې د کورونا وایرس د خپرېدو سبب ګرځي.

ده وویل چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ضروري ده چې په هر ځای کې له هر ډول غونډو ډډه وشي.

د پاکستان حکومت وايي‌ چې د اپرېل له پنځمې به د چین له خوا د ورکړل شويو واکسینو ورکړه هم پیل شي. دا واکسین به یوازې یو ځل ورکول کېږی.

XS
SM
MD
LG