د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د خوراکي توکیو نرخونه میاشت کې دننه ۱۵ واره اوړي'


دا شرح ښایي چې په پاکستان کې د خوراکي توکیو بیې د نورو اسیايي هېوادونو په پرتله لوړې شوې.
دا شرح ښایي چې په پاکستان کې د خوراکي توکیو بیې د نورو اسیايي هېوادونو په پرتله لوړې شوې.

په خیبر پښتونخوا کې خلک وایي، هره میاشت په صوبه کې د خوراکي توکیو نرخونه لوړېږي، او باید حکومت یې توکیو قیمتونه پر ځای وساتي.

د مردان ضلعې یو دوکاندار عارف خان وایي، هره ورځ ورسره د ګاهکانو پر دې جنجال وي چې د خوراکي توکیو قیمتونه ولې ګرانېږي.

نوموړی وایي، ولس د لویو تاجرانو څخه پوښتنه نه کوي، خو د خوراکي توکیو د لوړو بیو په اړه هره ورځ له وړو دوکاندارانو سره بحثونه کوي.

د جنورۍ پر ۱۲مه له مشال راډیو سره په خبرو کې عارف خان وویل، د ضروري خوراکي توکیو بیې په یوه میاشت کې ۱۵ وارې بدلېږي:

"د غوړو د پنځه کلو ډبي قیمت تېره اوونۍ ۱۲۰۰ روپۍ وو او نن ۱۳۰۰ ته ورسېد. دا شان چینې هم ګران شوه ، د اوړو د ۲۰ کلو بوجۍ مې تېره اونۍ په ۱۲۵۰ روپۍ خرڅه کړې وه او اوس دغه بوجۍ په ۱۳۵۰ روپۍ ده. سبزیانې هم ګرانې شولې. زه اوس ګاهک نه شم جوړولی ځکه د اخېستونکیو ترمخه زموږ نرخونه بدلېږي."

دا له هغې وروسته ده چې د جنورۍ پر شپږمه د امریکایي خبري ادارې بلومبرګ د یو تازه راپور ترمخه په اسیا کې پاکستان هغه هېواد دی چې پکې ګراني تر ټولو زیاته شوې او په هغه هېواد کې د افراط زر شرح د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر میاشت کې ۱۰.۷ ته رسېدلې ده.

دا شرح ښایي چې په پاکستان کې د خوراکي توکیو بیې د نورو اسیايي هېوادونو په پرتله لوړې شوې دي او داشان یې د عام ولس پر ژوند هم اثرات پرېباسلې دي.

د چارسدې ضلعې د سرکاري های سکول یو استاد انور شېر د جنورۍ پر ۱۲مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، د هرې میاشتې د کور سودا بجټ یې له تېرې هغې زیات شوی وي.

نوموړي وايي:"مخکې که به د یو سرکاري ملارم تنخا ۲۵ زره روپۍ وه نو ښه ګوزاره به کېده اوس په یو لاک تنخا هم ګوزاره نه کېږي، دوه میاشتې وړاندې خوردني تېلو د پنځه لېټره ټپکه په ۸۵۰ روپۍ وه او اوس دغه ۱۲۵۰ روپۍ ته ورسېده، هر وخت له دوکاندار سره په بحث هم سړی بدي ښکاري."

میاشت کې دننه دوه ځلي د تېلو نرخونه وختل

ګران څیزونه څنګه ارزان وپلورو: دوکانداران

د بلومبرګ د راپور تر مخه په پاکستان کې د افراط زر شرح د ۲۰۲۰ز کال په ډېسېمبر کې ۱۰.۷ فیصده ته رسېدلې، او امکان دی چې په ۲۰۲۱ز کال کې هم د افراط زر شرح د اتو نه تر ۱۰ درجو شاوخوا پاتې شي.

دا شرح په هم دغه موده کې په هند کې ۶.۹ بنګلا دېش کې ۵.۶ او چین کې ۲.۹ فیصده ښودل شوې ده.

د اقتصادي چارو پوهان وایي، له دې سره به په پاکستان کې د خلکو خوراکي توکیو د اخېستلو توان هم راټیټ شي.

بلخوا په پېښور کې د خوراکي توکیو یو دوکاندار عامر محمود د جنورۍ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل د ۲۰۲۱ز کال له پېل څخه د خوراکي توکیو په بیو کې اضافه شوه.

نوموړی وایي، خلک له ګرانۍ څخه پرېشانه دي او د نومبر میاشتې په پرتله په تېر ډېسېمبر او په ۲۰۲۱ز کال کې د خوراکي شیانو بیې لوړې شوي دي.

ده وویل: "د جنورۍ میاشت کې ډېر فرق راغلی، د غوړو یو ډبي کې ۴۰ روپۍ زیاتوالی شوی، په دې یو څو ورځو کې په دالونو کې د کلو په حساب د ۱۰ نه تر ۱۵ روپو پورې زیاتوالی شوی دی، د وریژو د ۵۰ کلو بوجۍ چې موږ یې له پنجابه اخلو په ۷۰۰۰ روپۍ وي اوس د دغه بوجۍ قیمت کې له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ روپو پورې اضافه وشوه."

دوکاندار دا هم وايي، دوی په زیاتو او نوي نرخونو خوراکي توکي اخلي نو څنګه یې په زوړ او ارزانو بیو خرڅ کړي.

د خیبر پښتونخوا د واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړی او د خوراک په اړه د حکومتي کميټۍ مشر واجد الله خان د جنورۍ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، حکومت یې کوښښ کوي چې ګراني کمه کړي.

نوموړی وایي، دا څه لومړی حکومت نه دی چې ګراني پکې دومره زیاته شوې ده.

واجد الله خان زیاتوي: "دا وخت په صوبه کې د افراط زر شرح ۹.۳۵ فیصدي ده، خو داسې کوم حکومت دی چې ګراني پکې نه ده زیاته شوې، د مسلم لیګ ن ګوند او پیپلز ګوند پخوانیو حکومتونو کې هم د د افراط زر شرح ۱۲ او ۱۱ فیصدي وه، ځینې دوکانداران په خپل سر هم د شیانو بیې لوړوي خو موږ یې په اړه مالومات کوو، هڅه مو ده چې د خوراکي توکیو پر بیو نظر وساتو".

بلومبرګ د راپور له مخې د ۲۰۲۰ز او ۲۰۲۱ز کال کې په اسیايي هېوادونو کې یوازې په پاکستان کې د افراط زر شرح دوه هندسې یا ډبل ډېجټ ته رسېدلې ده.

دا چې په پاکستان کې د افراط زر شرح ۱۰.۷ ته د رسېدلو وجوهات څه دي او د دې مطلب څه دی په اړه یې د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي د جنورۍ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل:

"د څلورو خبرو له وجې د توکیو بیې لوړېږي، لومړي کارخانې پوره شمېره کې شیان نه جوړوي او رسد یې کم شي، دوهم چې کله د خام مال بیې لوړې شي، درېیمه خبره دا ده چې د توانایۍ (انرجي) بیې لوړې شي، څلورمه خبره دا چې د حکومت د خوراکي توکیو د بیو پر ځای ساتلو نظام (مانیټرنګ) ډېر کمزوری شي، د دوهم نړیوال جنګ وروسته د دوو هندسو (ډبل ډېجټ) د افراط زر شرح د معیشت تباهۍ نښه ده او دا د ولس د امدن د کموالي نښه هم ده."

بلخوا د پاکستان د شماریاتو ادارې د ۲۰۲۱ز کال د لومړۍ اوونۍ په اړه په هغه هېواد کې د خوراکي توکیو د بیو په اړه ویلي د روان کال په لومړۍ اوونۍ کې د چینو، وریژو، دالونو، سبزیانو، اوړو او غوړو په ګډون د ۲۲و خوراکي شیانو په قیمتونو کې زیاتوالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG