د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا پاکستان کې ۱۴۰ ماشومان هم وژلي: د کورونا څارنې اداره


استادان وايي، له حکومتي لارښوونو سره سم يې په تعلیمي ادارو کې له کورونا څخه د خونديتوب لپاره اقدامات کړي دي.
استادان وايي، له حکومتي لارښوونو سره سم يې په تعلیمي ادارو کې له کورونا څخه د خونديتوب لپاره اقدامات کړي دي.

په پاکستان کې د کورونا د څار اداره وايي، د کووېـډ - ۱۹ ناروغۍ تر دې دمه ۱۴۰ نه زیات ماشومان هم وژلي دي.

نېشنل کمانډ اپرېشن سېنټر په خپل یو تازه راپور کې لیکلي چې د کورونا درېیمه څپه د ماشومانو لپاره هم خطرناکه ده، نو کورنیو ته پکار دي چې خپل ماشومان هم تشویق کړي چې پر احتیاطي لارښوونو عمل وکړي.

په پاکستان کې له تېرو څو ورځو راهېسې هره ورځ د کورونا له ۴۰۰۰ زیات مثبت کېسونه مخې ته راځي.

نېشنل کمانډ اپرېشن سېنټر په خپل تازه راپور کې چې د اپرېل پر دويمه نېټه یې خپور کړی، دا هم لیکلي چې د کورونا له وجې ۱۴۰ هغه ماشومان وژل شوي چې عمرونه یې له لسو کالو کم دي خو پر دې سربېره ۱۳۶ نور هغه ځوانان هم مړه شوي چې عمرونه یې تر ۲۰ کالو کم دي.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا یو عام تاثر دا و چې ګنې کورونا ماشومانو او ځوانانو ته دومره زیان نه رسوي خو پاکستاني چارواکي وايي، د زړو تر څنګ وړو ته هم له احتیاط نه کار اخيستل پکار دي.

په دې اړه د اسلام اباد د سرکاري روغتون پمز د ماشومانو ډاکټر محمد طارق مشال راډیو ته وویل:

"د کورونا د درېیمې څپې وایرس له بريتانیې، جنوبي افریقې او برازیل نه پاکستان ته راغلی کوم چې ډېر خطرناک دی. دا وایرس ځکه هم خطرناک دی چې خپل شکل بدلوي او وخت په وخت پکې بدلون راځي. دا وایرس له پخواني هغه نه ۷۰ فیصده زر بل ته خپرېږي او نخښې یې هم زر څرګندېږي."

نوموړی وايي، د کورونا زوړ وایرس به هم ماشومانو ته لګېده خو نخښې به یې نه ښکاره کېدې نو ځکه د ماشومانو د کورونا مثبت کیسونه به نه څارل کېدل خو د وایرس اوسنۍ بڼه کې په ماشومانو هم ټوخی او تبه راځي او د هغوی خېټې خرابېږي.

هم دا شان د پېښور د ډاکټرانو د اتحادیې مشر ډاکټر اشفاق خټک مشال راډیو ته وویل چې له پاکستان وړاندې په بريتانیه کې هم چې د کورونا نوې بڼه مخې ته راغلې وه نو ماشومان هم ترې اغېزمن شوي ول او اوس په پاکستان کې هم ورته پېښې مخې ته راځي.

نوموړی وايي، په پنجاب صوبه کې تر ۵۰۰۰ پورې ماشومانو ته هم د کورونا وایرس لګېدلی او هغوی ترې ناجوړه شوي دي.

نوموړی وړاندې وايي:"په داسې حال کې به ولس لته ډېر احتیاط کول پکار وي او پر ماشومانو باندې به هم هغه شان احتیاطي لارښوونې لازمي وي لکه څنګه چې د لوی عمر خلک یې خپلوي."

په پاکستان کې د کورونا وایرس له کبله د اپرېل په دويمه نېټه ۸۴ کسان مړه شوي او څه د پاسه ۴،۷۰۰ کسان پرې نوي اخته شوي دي.

د دې وایرس په اړه معلومات خپرونکې حکومتي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې د اپرېل تر درېیمې پورې په ټول ملک کې د کورونا وایرس ناروغانو شمېر له شپږو لکو او ۸۲ زرو اوښتی دی. همداراز ۱۴،۶۹۷ یې مړه کړي خو څه د پاسه شپږ لکه او نهه زره ترې بېرته رغېدلي هم دي.

XS
SM
MD
LG