د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان بشري حقونو کميشن خيبر پښتونخوا مرستيال مشر له کورونا ناروغۍ ومړ


کامران عارف
کامران عارف

د پاکستان د بشري حقونو پېژندل شوی شخصیت کامران عارف د اپرېل په دویمه نېټه په اسلام اباد کې د کورونا بیمارۍ نه وفات شو.


نوموړی د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن د خیبر پښتونخوا د څانګې مرستیال مشر او د پاکستان د سپریم کورټ وکیل و.

کورنۍ یې رسنیو ته ویلي، نوموړی څو ورځې وړاندې پر کورونا وایرس له اخته کېدو وروسته د اسلام اباد په یو روغتون کې داخل کړل شوی و.

نوموړی د ۱۹۶۶ کال د فبرورۍ پر ۱۶مه، په نوښار کې زوکړی و او زده کړې یې په پېښور کې کړې وې.

هغه په ۱۹۹۵ز کال کې د قانون په څانګه کې ماسټري تر لاسه کړې وه خو تر هغې وړاندې په ۱۹۹۱ز کال کې یې د پاکستان د بشري حقونو له کمېشن سره د رضاکار په حیث کار پیل کړی و.

د نوموړي ملګری غلام دستګیر چې خبریال دی او د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کمېشن پخوانی مامور پاتې شوی، د اپرېل په دویمه یې مشال راډیو ته وویل، کامران عارف چې په ۲۰۰۸ز کال کې په رسمي توګه د یاد دفتر سره کار پیل کړ نو د هغوی دفتر ته د ترۍ تم شوو کسانو د خپلوانو لخوا درخواستونه په زیات شمېر کې راتلل شروع شول.

نوموړی وايي، کامران عارف به دا درخواستونه یا پخپله عدالت ته وړل او یا به یې هم نورو وکیلانو ته دا کار ورسپارلو:

"په ډېرو قضیو کې به کامران عارف بریا نشوه ترلاسه کولی، ځکه چې د خلکو ترۍ تم کولو تر شا به د ډېر طاقتورو (استخباراتي) ادارو لاس و خو هغه بیا هم خپل کوشش کولو. له هغه سره د وکیلانو پوره ډله وه چې پکې عاصمه جهانګیر او ملک جرار حسین په شان کسان هم شامل وو."

غلام دستګیر وايي، کامران عارف د پوځي عملیاتو پر مهال د ترسره شوو پېښو پلټنه به هم کوله. هغه د بېلګې په ډول د سوات عملیات یادوي چې له شروع کیدو نه وړاندې او له ختمېدو نه پس ورته کامران عارف سفرونه کړي وو، حقایق یې راټول کړي وو او بیا یې د حقیقت موندنې راپور خپور کړی و. هغه د بشري حقونو د سرغړونو پېښې مخې ته راوړلې.

د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن یو بل پخواني کارکوونکي قاسم خان د اپرېل په دویمه نېټه مشال راډیو ته وویل، کامران عارف چې د ماشومانو او مېرمنو د حقونو لپاره څومره منډې ترړې وهلې، بل هېڅوک به یې ښايي هغسې ونه وهي. نوموړی وايي، له کامران عارف نه یې د انسانیت سره د مینې او مرستې زده کړه کړې ده.

د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن د پېښور دفتر کارکوونکي ساجد خان مشال راډیو ته وویل چې د کامران عارف ماشومان نه وو.

XS
SM
MD
LG