د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا يوشمېر روغتونونو د عامو ناروغانو کتنځايونه تړلي


لیډي ریډنګ روغتون هم خپله او پي ډي څانګه تړلې ده.
لیډي ریډنګ روغتون هم خپله او پي ډي څانګه تړلې ده.

د خېبر پښتونخوا د صحت څانګې مشر ډاکټر نياز محمد د اپریل پر لومړۍ نېټه مشال رېډيو ته وويل، په مردان، سوات، پېښور او صوابۍ کې يې لوی روغتونونه د عادي ناروغانو پر وړاندې ځکه تړلي دي چې په دې علاقو کې کورونا زياته ده.

په پاکستان کې د کورونا وایرس د درېمې څپې د مخنیوي په خاطر، د مردان میډیکل کمپلېکس خپله او پي ډي څانګه(دعامو ناروغانو کتنځای) د اپریل په لومړۍ نېټه وتړله.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ د پېښور د لېډي رېډنګ روغتون یاده څانګه هم له همدې وجې تړل شوې وه. د روغتیا چارواکي وايي، دا ګام يې ځکه پورته کړی چې په هیواد کې د کورونا کيسونه یو وارې بیا مخ په زیاتېدو دي.

د چارواکو په وینا د مردان میډیکل کمپلېکس او پی ډي څانګه اوس د کورونا ناروغانو درملنې ته ځانګړې کړل شوې ده. دوی وايي، یواځې د سختو ناروغانو او شدیدو ژوبل شوو کسانو ته به د روغتون بېړنۍ څانګه بیا هم پرانېستې وي.

د مردان مېډيکل کمپلېکس وياند جاوید اقبال د اپرېل پر لومړۍ نېټه مشال رېډيو ته وويل، د دوی ۵۰۰ بستريز روغتون ته هره ورځ څه باندې ۱۲۰ کسان د کورونا علاماتو سره ورځي چې پکې د ۷۸ پورې کسانو کورونا ټسټونه مثبت راځي. خو نوموړی وايي دوی هره ورځ يوازې ۱۵ پورې هغه کسان په روغتون کې داخلوي چې سخت ناروغه وي.

جاوېد اقبال وايي، د عادي ناروغانو پر وړاندې د روغتون د تړلو يوه وجه دا هم ده چې دې ناروغانو ته له کورونا بيمارانو د ناروغۍ لګيدو خطره وي. نوموړی وايي، په عامو حالاتو کې د هغوی روغتون ته هره ورځ زرګونه بیماران ورځي:

"زموږ هسپتال ته هره ورځ ۶۰۰۰ پورې کسان راځي چې پکې تر ۳۵۰۰ پورې په مختلفو ناروغيو اخته بيماران او نور يې خپلوان وي. زموږ کلتوري مسله ده چې له يوه ناروغ تن سره به پنځه خپلوان هم هسپتال ته راځي."

په مردان ميډيکل کمپلېکس کې د او پي ډي ډيپارټمنټ له بندېدو سره د دې سيمې پر ولس څه اغېز پرېوتی؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د ياد روغتون يو مشر ډاکټر شاه زېب خان د اپرېل پر لومړۍ نېټه مشال رېډيو ته وويل، له دې سره د هغو کسانو ستونزې زیاتې شوي چې له کورونا علاوه نورې ناورغۍ لري:

"د شوګر، بلډ پرېشر او نورو ناروغيو لرونکو خلکو علاج دلته بند دی. دغه راز اپرېشنونه يا عمليات بند دي. البته چې کوم اېمرجنسۍ څانګه ده يوازې هغه خلاصه ده."

خيبرپښتونخوا حکومت به د کورونا خپرېدو د مخنيوي بندېزونه عملي کړای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:29:18 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مردان د شېخ ملتون اوسيدونکي محمد اسد د اپرېل په لومړۍ نېټه مشال رېډيو ته وويل، په ياد هسپتال کې د او پي ډي څانګې بندېدو دوی له مشکلاتو سره مخ کړي دي. نوموړی وايي، که څه هم ځينو نورو روغتونونو کې یاده څانګه پرانېستې ده خو د هغه په وینا معياری نه ده :

"زما مور د معدې او شوګر ناورغي لري، پلار مې هم ناورغه دی، نو اوس موږ چېرته لاړ شو؟ ځکه چې مردان میډيکل کمپلېکس يو معياري هسپتال دی او دلته هرڅه په يو ځای کې موجود وي."

د خېبر پښتونخوا د صحت څانګې مشر ډاکټر نياز محمد د اپریل پر لومړۍ نېټه مشال رېډيو ته وويل د صوبې لوی روغتونونه یې د عادي ناروغانو پر وړاندې ځکه تړلي دي چې دوی د کورونا ناروغانو د علاج لپاره د صحت عملې او سهولياتو ته اړتيا لري. خو نوموړی وايي د هغو ناروغانو لپاره په نورو روغتونونو کې بندوبست شوی دی چې شوګر، بلډ پرېشر او یا هم نورې ناروغۍ لري.

"د پېښور لیډي ريډنګ روغتون او پي ډي بنده ده خو له دې روغتون سره نږدې خلک د علاج لپاره خېبر ټيچنګ هسپتال او دغه راز نصير الله بابر هسپتال ته تلی شي. همداراز کوم مريضان چې به مردان میډيکل کمپلېکس ته تلل نو هغوی د مردان هېډکواټر هسپتال ته علاج لپاره تلی شي. موږ دا ګام ځکه پورته کړی چې موږ ته د دغو هسپتالونو ډاکټران، نرسانې او کټونه د کورونا ناروغانو لپاره پکار دي."

د خېبرپښتونخوا ځيني روغتونونه پر داسې وخت د کورونا ناروغانو لپاره ځانګړي کړل شوي چې د کورونا په اړه د معلوماتو خپرونکې حکومتي وېبپاڼې د شمېرو له مخې هره ورځ زرګونه نوي کسان پر کورونا اخته کېږي. پاکستان کې د کورونا واکسینو د ورکولو بهیر هم روان دی خو تر اوسه د زاړه عمر خلکو ته دغه واکسین ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG