د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ترنیم میلیون زیات نور کورونا واکسین ترلاسه کړي


د پاکستان منصوبه بندۍ وزير اسد عمر وايي، په پاکستان کې د وايرس برتانوۍ ډول په تېزۍ سره خپرېږي.
د پاکستان منصوبه بندۍ وزير اسد عمر وايي، په پاکستان کې د وايرس برتانوۍ ډول په تېزۍ سره خپرېږي.

د پاکستان د منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر وايي چې پینځه لکه او ۶۰ زره کورونا واکسين یې د مارچ پر ۳۱مه ترلاسه کړي.

نوموړي د اپرېل په لومړۍ نېټه پر ټويټر ليکلي چې له صوبو یې غوښتنه کړې ده چې د واکسينو کولو کار دې تېز کړي.

هغه د مارچ پر ۳۱مه ويلي ول چې د چين کاسينو واکسين درې ميليونه ډوزه به د اپرېل تر نيمايي ورورسيږي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت يو ځل بيا په ګڼو ښارونو کې تعليمي ادارې بندې کړي او په ودونو کې د ګڼې ګونې په جوړولو یې هم بندیز لګولی دی. حکومت له خلکو غوښتنه کړې چې د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره له يوه بله فاصله وساتي، لاسونه بیابیا په صابن ومينځي او ماسک وکاروي.

پاکستان اوسمهال د چين ساينوفام واکسين استعمالوي. په همدې حال کې د کورونا وایرس په اړه شمېرې خپرونکي سرکاري ویبسايټ‌ليکلي ‌چې د اپرېل تر لومړۍ نېټې پورې شپږ لکه او ۷۳ زره کسان پر دې وایرس اخته شوي او ۱۴ زره، ۵۳۰ ترې مړه خو شپږ لکه او۵۰۰۰ ترې روغ شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG