د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نېشنل ګوند د کورونا له وېرې غونډې ودرولې خو نورو داوم ورکړی


په کراچۍ کې د کورونا وایرس واکسين کېږي
په کراچۍ کې د کورونا وایرس واکسين کېږي

په پاکستان کې د کورونا وایرس مخ په زیاتېدونکو کېسونو ته په کتو عوامي نېشنل ګوند اعلان کړی چې سياسي جلسې ودروي.

د دې ګوند مرکزي وياند، زاهد خان د مارچ په ۳۱مه مشال راډيو ته وويل چې دا پرېکړه یې د خلکو د حفاظت لپاره کړې. خو نوموړي پر حکومت هم غږ وکړ چې خپلې لارښوونې دې پر خپلو وزیرانو او نورو چارواکو عملي کړي چې د غونډو له کولو لاس واخلي.

زاهد خان زیاتوي: ((فی الحال مو د پارټۍ سرګرمۍ بندې کړي ځکه چې کورونا ډېره شوې ده. د کرونا خوریدل د حکومت ناکامي ده. یو خو دوي پخپله احتیاط نه کوي. وزیر اعظم عمران خان کورونا شوی وو خو بيا یې هم د خپلو چارواکو سره ملاقات کړی. نو دا د حکومت لارښوونې لکه چې يوازې د عام ولس لپاره دي او د چارواکو لپاره نه دي!؟))

په پاکستان کې د کورونا وایرس له وجې په تیر یو شواروز کې ۷۸ کسان مړه شوي او څه د پاسه ۴۷۰۰ کسان پرې اخته شوي دي. د دې وایرس په اړه معلومات خپرونکي حکومتي ویبپاڼې تر مخه د مارچ تر ۳۱مې پورې په ټول ملک کې د کورونا وایرس ناروغانو شمېر له شپږو لکو او ۶۷ زرو اوښتی دی. همداراز ۱۴،۴۳۴ یې مړه کړي خو څه د پاسه شپږ لکه او درې زره ترې بېرته رغېدلي دي.

پر دې باوجود هم ځينو ټولنو او اتحادیو خپلو احتجاجونو او غونډو ته دوام ورکړی دی. دوه ورځې مخکې د خېبرپښتونخوا نرسانو او د شخصي سکولونو اتحادیې غړو د خپلو حقونو لپاره جلا جلا مظاهرې کړې وي. اوس د صوبې ټولو سرکاري ملازمینو اعلان کړی چې د اپرېل له شپږمې څخه به د صوبايي اسمبلۍ مخې ته د احتجاج لپاره راټولېږي.

د کورونا دا تازه څپه ډېره زوروره ده. که د خلکو ګڼه ګوڼه ونه درېږي، مریضان به بيخي ډېر شي
ډاکټر اشفاق

دا په داسې حال کې ده چې حکومت پر خلکو غږ کړی چې ګڼه ګوڼه دې نه جوړوي ځکه چې دا د کورونا وایرس د خپرېدو لوی سبب دی. خو په خېبر پښتونخوا کې د سرکاري سکولونو استادانو د اتحادیې مشر، عزیزالله خان د مارچ په ۳۱مه مشال راډيو ته ويلي چې حکومت دوی په مظاهرو کولو مجبوره کړي دي. ((د ټول پاکستان په سطح د سرکاري ملازمینو احتجاج دی. له هر ځای به پکې خلک وي. د دې وجه دا ده چې حکومت زموږ د تنخا زیاتېدلو غوښتنه نه مني نو موږ ځکه راوځو.))

د کورونا وایرس د مریضانو زیاتېدو سره ډېر بوج پر ډاکټرانو او هسپتالونو راځي. له همدې امله دوی له خلکو غواړي چې بې احتياطي دې نه کوي. په لېډي ریډينګ هسپتال کې کارکوونکی، ډاکټر اشفاق په دې اړه مشال راډيو ته وويل: ((د کورونا دا تازه چپه ډېره زوروره ده. که خلک احتجاجونه او راغونډيدل کوي نو د مریضانو شمېر به بيخي ډېر شي.))

حکومت له خلکو غوښتي چې د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره دې ماسک وکاروي، له يوه بله دې درې ګزه فاصله وساتي او په صابن دې لاسونه بيا بيا ووينځي.

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د چاپيریال ساتنې په برخه کې د وزیراعلی سیکریټري فضل الهي مشال ریډیو ته د مارچ په ۳۱مه وویل چې د ګڼې ګوڼې جوړولو د مخنيوي لپاره چارواکي خلکو سره مذاکراتو ته تيار دي ‌نو ځکه دې د احتجاجونو په کولو سره د کورونا وایرس خورېدو ته لارې نه برابروي.

XS
SM
MD
LG