د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې کورونا وایرس په يو شواروز کې ۷۸ کسان وژلي


د ۲۰۲۰ کال د اپرېل د میاشتې تصویر: ډاکټران د کورونا وژلي يو کس مړی وړي
د ۲۰۲۰ کال د اپرېل د میاشتې تصویر: ډاکټران د کورونا وژلي يو کس مړی وړي

په پاکستان کې د کورونا وایرس له وجې په تیر یو شوا روز کې ۷۸ کسان مړه شوي او څه د پاسه ۴۷۰۰ کسان پرې اخته شوي دي.

د دې وایرس په اړه معلومات خپرونکيحکومتي ویبپاڼې تر مخه د مارچ تر ۳۱مې پورې په ټول ملک کې د کورونا وایرسناروغانو شمېر له شپږو لکو او ۶۷ زرو اوښتی دی. همداراز ۱۴،۴۳۴ یېمړه کړي خو څه د پاسه شپږ لکه او درې زره ترې بېرته رغېدلي دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په دیسمبر مياشت کې د چين په اوهان ښار کې راښکاره او بيا ټولې نړۍ ته خپور شو. د دې وایرس نښې سردرد، د بدن درد، زکام، تبه او د ستوني درد دی. پاکستاني چارواکو ويلي چې پر تورخم یې له افغانستانه د وراوښتونکو خلکو لپاره روغتيايي ډلې کښېنولي او که په هر چا کې د کورونا وایرس دا نښې ښکاره شي هغه په قرنطین او يا هم د ټيسټ‌کولو لپاره په لواړګي کې ځانګړي مرکز ته لېږل کېږي.

د کورونا وایرس د نور خپرېدو د مخنيوي لپاره ځينو هېوادونو واکسين هم جوړ کړي دي. په پاکستان کې دا مهال د چين ساینوفام واکسین هغو خلکو ته لګول کېږي چې عمر یې له پنځوس کالو زیاته وي. تر دې مخکې دا د صحت د برخې کارکوونکو ته شوي وو.

د پاکستان د پلان وفاقي وزیر اسد عمر، د مارچ په ۳مه پر ټويټر ليکلي چې نور واکسين یې هم ملک ته وررسېدونکي دي. د هغه په خبره دا واکسین به په پاکستان کې دننه سمبالېږي او ۳ ميليونه ډوزه به ترې جوړ شي.

په همدې حال کې پاکستان يو ځل بيا په ګڼو ښارونو کې تعليمي ادارې بندې کړې او په ودونو کې د ګڼې ګونې په جوړولو یې هم بندیز لګولی دی. حکومت له خلکو غوښتنه کړې چې د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره له يوه بله فاصله وساتئ، لاسونه بیابیا په صابن ومينځئ او ماسک وکاروئ.

XS
SM
MD
LG