د لاسرسي ځای

تازه خبر

مړي تر هغو نه ښخوو چې انصاف یې نه وي راکړی: د جانیخېلو پرلتوال


نن درېم ورځ ده چې په جانیخېلو کې د وژل شویو ځلورو زلمیانو مړي د پوځي کلا مخې ته په احتجاج کې اېښودل شوي. ۲۰۲۱، ۲۳م مارچ
نن درېم ورځ ده چې په جانیخېلو کې د وژل شویو ځلورو زلمیانو مړي د پوځي کلا مخې ته په احتجاج کې اېښودل شوي. ۲۰۲۱، ۲۳م مارچ

د بنو په جانيخېلو کې خلکو د څلورو وژل شوو زلميانو د مړو له ښخولو انکار کړی او د پوځي کلا مخې ته یې په درېیمه ورځ هم خپل احتجاج روان ساتلی.

دا خلک غوښتنه کوي چې د دغو ځوانانو د وژونکو معلومولو لپاره دې عدالتي پلټنې وشي، له کورنيوو سره دې یې د شهدا پیکېج هومره مرسته وشي او د هر ډول (ښه او بد) وسله والو مخه دې ونيول شي.

مړي د امنيتي ځواکونو د پوستو سره نیزدي موندل شوي. د دې پلټنې غواړو
ډاکټر سبحان

د پرلت يو ګډونوال، ملک معیز خان د مارچ په ۲۳مه مشال ریډیو ته وویل چې د ۲۰۰۹ کال راهیسې یې د ځوانانو او مشرانو د وژل کېدو سلسله بايد ودرېږي. ((د ضلعي انتظاميې چارواکي راغلي ول. مونږ ورته وويل چې تاسو اختیار نه لرئ. څوک چی اختیار لري. هغوی دې د غوښتنو د پوره کولو ډاډ راکړي. زموږ پر خاوره امنيتي ځواکونه هم پراته دي‌خو بيا هم وژل کېږو.))

د سيمې خلکو او پوليسو په وينا دغه ځوانان ۲۰ورځې وړاندې له جانيخېلو لادرکه شوي ول چې د مارچ پر ۲۱مه یې په ياده سيمه کې په مرمیو ویشتلي مړي وموندل شول. د پوليسو د اېف ای ار ترمخه د وژل شوو کسانو عمرونه له ۱۳ تر ۱۸ کالو پورې دي.

د پرلت والو په خبره تر هغې به مړي خاور ته ونه سپاري تر څو چې ورته واکمنو د امن او غوښتنې د پوره کېدو يقين نه وې ورکړی. په وژل شوو کې د يوه ځوان، احمد تره ډاکتر سبحان وايي که حکومت ورته ډاډ ورنه کړي نو دوی به خپل مړي اسلام اباد ته د احتجاج په توګه يوسي. هغه د مارچ په ۲۳مه مشال راډيو ته وويل: ((له امنيتي زمه وارو کسانو څخه دې هم پوښتنه وشي چې د دوی د چيک پوسټونو سره نيزدي مړي موندل شوي دي.))

یاد پرلت ته د پښتون ژغورنی غورزنګ مشر منظور پښتین او د غورزنګ بل مخکش او د پاکستان پارلیمان غړی محسن دوړ هم نن ورغلي دي، دوي هم خپلو ویناوو کی وویل چی نور دی حکومت د ګډ بډ پالیسي ختمه کړي، حفیقي امن دی باوري کړي،

دې احتجاج ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين او په پارلمان کې د وزیرستان استازی، محسن داوړ هم ورغلي وو. دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې د مظاهره چيانو خبرو ته غوږ ونیسي.

پولیسو د ځايي ځوانانو د وژنې په تړاو د نامعلومو کسانو په خلاف ايف ای ار درج کړی دی. خو د جانيخيلو پرلت وال وايي چې دا کافي نه ده. رېحان وزیر د مارچ په ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې د ښو او بدو وسله والو پر ضد دې يو شان عمليات وشي چې خلک په امن شي.

د پاکستان پوځ دريځ لري چې په قیايلي ضلعو کې يې د ټولو وسله والو پر ضد بې توپيره عملیات کړي او د هغوی ملا یې ماته کړې ده. د ضلغي انتظاميې چارواکي د مارچ په ۲۲مه د جانيخيلو احتجاج ته ورغلي وو او هغوی ته یې د پوره پلټنو د ډاد تر څنګ د امنيت باور ورکړ خو پرلتوال یې مطمین نه شوای کړلی.

XS
SM
MD
LG