د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جانیخېلو پرلت د څلورو تنکیو ځوانانو د وژنې عدالتي پلټنې غوښتې


د بنو جانیخېلو د څلورو تنکیو ځوانانو مړي د پرلت ځای ته وړل شوي دي. ۲۰۲۱، ۲۲م مارچ
د بنو جانیخېلو د څلورو تنکیو ځوانانو مړي د پرلت ځای ته وړل شوي دي. ۲۰۲۱، ۲۲م مارچ

د بنو په جانيخېلو کې د څلورو تنکيو ځوانانو د وژنې پرضد په ياده سيمه کې احتجاجي پرلت نن په دويمه ورځ هم دوام لري.

د سيمې خلکو او پوليسو په وينا دغه ځوانان ۲۰ورځې وړاندې له جانيخېلو لادرکه شوي ول چې د مارچ پر ۲۱مه یې په ياده سيمه کې په مرمیو ویشتلي مړي وموندل شول.

د پوليسو د اېف ای ار ترمخه د وژل شوو کسانو عمرونه له ۱۳ تر ۱۸ کالو پورې دي.

د څلورو ځوانانو د وژنې خلاف د بنو په جانیخېلو کې پرلت نن پر دویمه ورخ دوام لري. ۲۰۲۱، ۲۲ مارچ
د څلورو ځوانانو د وژنې خلاف د بنو په جانیخېلو کې پرلت نن پر دویمه ورخ دوام لري. ۲۰۲۱، ۲۲ مارچ

د پرلت یوه ګډونوال عیدالرحمان مشال راډيو ته وویل د جانیخېلو قبیله له حکومته څلور غوښتنې لري چې پوره شوې نه وي نو پرلت به یې روان وي.

لومړی: دلته د پوځ کرنل دې د دغه پېښې زمه واري ومني ځکه چې د دې سیمې د امنیت مسولیت د ده پر غاړه دی.

دویم: دلته دې سرکار د ښه او بد طالب تګلاره ختمه کړي.

درېم: د دغه څلور ځوانانو کورنیو ته دې شهدا پېکېج (پانګه) ورکړل شي.

څلورم: د دغه ځوانانو د وژنې عدالتي پلټنې دې وشي.

خو د بنو پوليسو وياند اصف حسن نن مشال راډيو ته وويل چې د نامعلومه کسانو پرضد يې مقدمه درج کړې ده او د د جانیخېلو د څلورو ځوانانو د وژنو پلټنې يې پیل کړې دي.

د څلور تنکیو ځوانانو د وژنې پرلت په جانیخېلو کې د پوځي کلا مخې ته روان دی. په یاده سیمه کې له تېرې څه موده راهیسې هدفي وژنې او ناامنۍ په زیاتېدو دي. د جانیخېلو ترڅنګ په ورڅېرمه شمالي وزیرستان کې هم د هدفي بریدونو او ناامنیو پرضد بیا بیا پښتون ژغورنه غورځنګ، ځايي ځوانان او ولس لاریونونه کړي.

خو سرکار او پوځ وايي، د امن پرځای کولو لپاره یې ځانګړي عملیات دوام لري.

XS
SM
MD
LG