د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې ناامنۍ ولې زیاتې شوې دي؟


د ۲۰۲۰م کال د فرورۍ پر لومړۍ نېټه په میر کې د شوې چاودنې د ځای عکس. 
د ۲۰۲۰م کال د فرورۍ پر لومړۍ نېټه په میر کې د شوې چاودنې د ځای عکس. 

د شمالي وزیرستان پارلیماني استازی او اوسیدونکي وايي چې په دې ضلع کې وسله وال بیا فعاله شوي دي چې له وجې یې خلک انديښنې لري.

دوی وايی، که د وسله والو پر ضد په وخت سنجیده ګامونه پورته نشول نو له سیمې به یو وارې بیا خلک کډې پیل کړي.

خو د شمالي وزیرستان چارواکي ادعا کوي چې پوځ د وسله والو پر ضد کامیابه عملیات کړي او سیمه یې له وسله والو څخه پاکه کړې ده.

دا خبره د شمالي وزیرستان ډپټي کمیشنر شاهد علي خان د مارچ پر اوومه مشال راډيو ته په داسې وخت کې وکړه چې د سیمې پارلیماني استازی محسن دواړ وايي هلته وسله وال بیا فعال شوي دي.

په عین وخت کې د سیمي اوسیدونکي هم په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ له وجې انديښنې څرګندوي .

محسن داوړ ویلي چې باید وسله والو پر ضد سنجیده ګامونه پورته کړل شي.

ده وویل، "دلته دوی له لومړۍ ورځې دا نه دې غوښتې چې امن راشي. دوی دا خاوره د خپلو ګټو لپاره کارولې ده. وسله وال ختم شوي نه دي بلکې هغه زوړ قوت سره بیا راپورته کېږي."

خو ډپټي کمیشنر شاهد علي خان وویل، د هغو وسله والو خلاف عملیات روان دي چې له نورو ځایونو څخه شمالي وزیرستان ته د داخلېدو هڅه کوي.

شاهد علي خان وویل، "زه د دې خبرې تردید کوم چې ګواکې وسله وال دلته ( شمالي وزیرستان) کې بیا جمع کېدل شورو شوي دي. دا سیمه په ضرب عضب عملیاتو کې له ملکي یا غیر ملکي دواړو ترهګرو نه په بشپړه توګه صفا شوې وه. هغه ځايي وسله وال چې افغانستان یا نورو سیمو کې پټ شوي وو، هغوی اوس دې سیمو ته د راتللو هڅه کوي خو د هغوی خلاف کارروايي کېږي. سږکال چې کوم ۳۱ وسله وال وژل شوي، په هغې کې زیاتره په غرونو کې ویشتل شوي نو د دې وسله والو لپاره په مقامي ابادۍ کې هیڅ ځای شته."

تر ده مخکې د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفیع الله ګنډا پور د ۲۰۲۰م کال په نومبر کې له مشال ریډيو سره په خبرو کې دا منلې وه چې په دې قبایلي ضلع کې وسله وال بیا منظم شوي دي.

نوموړي ویلي ول چې په ځینو سیمو کې د عملیاتو نه مکملېدو او د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پوله په ځینو ځایونو کې د اغزن تار نه لګول کېدو له وجې وسله وال تګ راتګ کوي.

یوې څیړنیزې ادارې پاکستان انسټیټوټ فار پیس سټډیز د جنورۍ پر دریمه په یو راپور کې ویلي ول چې په ۲۰۲۰م کال کې په پاکستان کې ترټولو زیات بریدونه په شمالي وزیرستان کې شوي دي. دې ادارې زیاته کړې چې په ۲۰۲۰م کال کې په خیبرپښتونخوا کې ټول ۷۹ بریدونه شوي وو چې پکې ۳۱ په شمالي وزیرستان کې وو.

په شمالي وزیرستان خبریال صفدر داوړ وايي چې په سیمه کې د ناامنۍ پيښو خلک اندیښمن کړی دي او هغوی دا داریځ لري چې د پوځي عملیاتو باوجود په سیمه کې یو وارې بیا وسله والو خپل فعالیتونه پیل کړي دي .

ده زیاته کړه، "په شمالي وزیرستان کې یو وارې بیا حالات خراب شوي دي. په پوځ هم بریدونه کېږي او پوځ هم بیا وسله وال په نښه کوي. ولس ته هم زیان رسیږي. بازارونو ته خلک ډیر نه ځي او خلک د کډوالۍ سوچ کوي."

د شمالي وزيرستان د ميرلي په ايپۍ سيمه کې وسله والو د فبرورۍ پر ۲۲مه د يوې غېر سرکاري ادارې (اېن جي او) څلور ښځينه کارکونکې ووژلې. شاهد علي خان وايي چې په شمالي وزیرستان کې د ژوند هلې ځلې رواني دي او د ایپي د پېښې پلان جوړونکی امنیتي ځواکونو وواژه .

دغسې د پاکستان پوځ د مارچ پر شپږمه په یو بیان کې وویل چې د مارچ په پنځمه او شپږمه په عملیاتو کې یې اته وسله وال وژلي دي. وسله والو له په دې اړه څه نه دې ویلي.

XS
SM
MD
LG