د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هر غورځول شوي مړي کې به مو خپل پلار لټاوه: شوکت الله


د شمالي وزیرستان شوکت الله وايي، تر کلونو یې د پلار لټون کاوه - د ارشیف انځور.
د شمالي وزیرستان شوکت الله وايي، تر کلونو یې د پلار لټون کاوه - د ارشیف انځور.

د شمالي وزیرستان په دوڅلي تحصیل کې د روانې مارچ میاشتې پر څلورمه نېټه د سړک جوړېدو پر مهال تر ځمکې لاندې د محمد سلام نومي یوه تن د بدن هډوکي موندلي چې د میرلي خیسور د توریخېلو د یوه سرکاري ښونځي استاد وو.

د محمدسلام زوی شوکت الله مشال راډیو ته وویل، چې د ګړیوم په سیمه کې سړک جوړوونکیو خبر کړی وو.

دی زیاتوي د پلار شناختي کارډ، سروېس کارډ، د ده جامې، واسکټ، ګلابند چې د ده لاسونه یې ورباندې تړلي ول، ده ته اچولې توره نقاب پوشه خولۍ، قلمونه، عطر، ګړۍ سلامت ول خو د بدن یې تش هډوکي پاتې ول.

شوکت الله فریاد کاوه چې ۱۳ کاله د خپل پلار په موندلو پسې ډېر سخت ستړي شوي او کړېدلي دي. د ده په وینا چیرته چې به یې هم له یو لاوارثه مړي څخه خبرېدلو نو ځان بې وررسولو چې د پلار مړی یې نه وي.

دی زیاتوي: ''غربت مو وو، خو به بیا هم چې له یوه مړي خبر شو، په قرض به مو پیسې را پیدا کولې او هغه ځای ته به مو ځان رسولو. چې چیرته به مړی په سړک غورځېدلی وو. موږ به دا احساسوله چې ګني زموږ پلار به وي.''

د جنوبي او شمالي وزیرستانونو ټولې سیمې مو پسې ولټولې خو په دیارلس کاله کې راته د لادرکه پلار معلومات و نه شول.

شوکت الله زیاتوي: ''له موږ سره د وزیرستان پولیټکل انتظامیې، د تعلیم محکمې او ټولو سرکاري ادارو هېڅ ډول کمک نه دی کړی. د شهیدانو د کمک پېکج یې فینانس ډیبارټ پېښور کې جمع کړی، د وزیرستان ډپټي کمیشنر هم ورته لیک ورکړی دی، ټول کار پرې شوی دی خو لا تر اوسه ورته پېکج نه ملاوېږي.''

دی زیاتوي د دوی د کورنۍ غریبۍ او د ۱۳ کلونو کړاونو ته په کتو دې ورته د شهیدانو پېکج ورکړل شي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفیع الله ګنډه پور مشال راډیو ته وویل، چې دغه دیارلس کاله پخوانۍ پېښه ده. هغه مهال دلته پولیس نظام نه وو، انضمام نه وو شوی، خو بیا هم پولیس له دې غم ځپلې کورنۍسره هر ډول کمک ته چمتو دی، چې څه یې هم په مسولیت کې راځي، هغه به و نه سپموي.

بلخوا د ضلعي انتظامیې چارواکو هم ویلي دي چې د شوکت الله له کورنۍ سره به د شهیدانو د پېکج په لړ کې مرسته و کړي .

د شمالي وزیرستان په ګډون په ټولو قبایلي سیمو کې د ځایي خلکو په وینا لوی شمېر خلک ورک دي چې ناڅرګنده وسلوالو تښتولي دي.

په دا وروستیو کې د فروري میاشتې پر ۲۶مه نېټه هم د شمالي وزیرستان له شوا تحصیله شپږ کسان چې پکې سرکاري کارمندان هم شامل دي ناڅرګنده وسلوالو تښتولي دي، او لا یې هم هېڅ پته نه لګېږي.

تښتول شویو کې درې کسان د میرلي خدي کلي د یوې کورنۍ غړي دي. د یادې کورنۍ د تښتول شوي انجنیر همایون داوړ زوی لونګین داوړ مشال راډیو ته ویلي دي، چې وروڼه خویندې یې د پلار د راتلو په تمه دي، شپه او ورځ د کور دروازه ګوري، د راتلو لاره یې څاري او تر سخت ذهني فشار لاندې دي.

د شمالي وزیرستان پولیس او انتظامیې چارواکي وایي: چې د تښتول شویو کسانو د راخلاصولو لپاره هڅې روانې دي.

څو ورځې وړاندې د پوځ د عامو اړیکو څانګې ای اېس پي ار ویاند ویلي ول چې د ورکو کسانو ستونزه به ډېره ژر هواره شي.

وزیرستان کې د امن وضع یو ځل بیا مخ په خرابېدو ده،د پولیسو او ځایي خلکو په وینا نن هم د میرامشا په ډنډې درپخېلو کې له یوې ویالې د دوو ځوانانو په مرمۍ ویشتلي مړي موندل شوي دي.

ویل کیږي چې دا دواړه ځوانان د شمالي وزیرستان ځایي اوسېدونکي ول چې ناڅرګنده وسلوالو په مرمۍ ویشتلي دي.

د وزیرستان پولیس وایي، پلټنې یې پیل کړې دي او د ناڅرګنده وسلوالو پرضد یې پرچۍ (اېف ای ار) کښلې ده.

پښتون ژغورنه غورځنګ په سیمه کې د هدفي وژنو او د ورکو کسانو موندلو لپاره بیا بیا لاریونونه او پرلتونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG