د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان: وسله والو يوه ښځه په کور دننه وژلې


د پولیسو مشر وايي، د ښځې د وژنې علت نه دی مالوم البته د نامالومو کسانو پرضد يې مقدمه درج کړې ده.عکس-ارشېف
د پولیسو مشر وايي، د ښځې د وژنې علت نه دی مالوم البته د نامالومو کسانو پرضد يې مقدمه درج کړې ده.عکس-ارشېف

پوليس وايي، په شمالي وزيرستان کې ناڅرګنده وسله والو په کور دننه يوه ښځه په ‌ډزو وژلې ده.

چارواکو د مارچ پر ۱۵مه نېټه مشال راډيو ته وويل، په عزيز خېل سيمه کې د مارچ پر ۱۴مه ماښام مهال ځينې وسله وال کور ته ننوتل او ښځه يې ووژله. وژونکې په تېښته کې بريالي شوي دي.

د وژل شوې ښځې خاوند عامر د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نوم پوځي عملياتو له مخه نامالومو کسانو وژلی وو.

د پوليسو مشر شفي الله ګنډه پور وايي چې د ښځې د وژل کېدو وجه نه ده مالومه البته دوی د ناپېژنده کسانو پرضد مقدمه درج کړې ده.

د وسله والو ضد ضرب عضب عملياتو پر مهال په لاکونه خلک له شمالي وزيرستان کورونو پرېښودلو ته اړ شوي ول خو وروسته پوځ ادعا وکړه چې سيمه يې له وسله والو پاکه کړې ده چې ورسره د بېکوره شويو کسانو ستنېدل پېل شول.

په روان کال کې دا د هدفي وژنې نهمه پېښه ده.

په روان کال کې دا د هدفي وژنې نهمه پېښه ده

خو له تېرو دوو کلونو راهيسې په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو لړۍ پيل شوې دي. ځايي خلک او پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کوي چې وسله وال سيمې ته بېرته ورغلي او ځای پر ځای فعاله دي.

د پوځ د اطلاعاتو ادارې ای اېس پی ار هم وخت نا وخته داسې بيانونه خپروي چې پکې د وسله والو د وژلو ادعا کېږي. د پوځ په بیانونو کې د ځينو امنيتي ځواکونو د وژل کېدو خبر هم ورکول کېږي.

په روان کال کې دا د هدفي وژنې نهمه پېښه ده.

XS
SM
MD
LG