د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسرايلی وزير اعظم عربي اماراتو ته په سفر دی


وزیر اعظم بینیامین نتنیاهو
وزیر اعظم بینیامین نتنیاهو

د اسرايلو وزيراعظم بن يامين نتنياهو به نن( د مارچ پر ۱۱مه) په خپل لومړي رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته ځي.

د نوموړي د دې تاريخي سفر هدف په اسرايلو کې تر انتخاباتو مخکې له ياد خليجي رياست سره جوړې شوې نوې اړيکې په ډاګه کول دي.

اسرايلي رسنۍ وايي تمه څرګندېږي چې نتنياهو به په ابوظبۍ هوايي ډګر کې له ولي عهد شېخ محمد بن زاید ال نهيان سره تر ملاقات وروسته هم پر دغه ورځ بیرته راستون شي.

دا سفر چې اسرايلي حکومت يې پخلی نه کوي مخکې پلان شوی و خو د کورونا وايرس له امله وځنډېدو.

د امريکا په منځګړيتوب اسرايل له متحده عربي اماراتو او بحرېن سره په سپټمبر مياشت کې رسمې اړيکې جوړې کړې او هم له دې سره دغه هېوادونه تر مصر او اوردن وروسته درېیم او څلورم عرب هېوادونه وګرځېدل چې له يهودي هېواد سره يې سفارتي اړيکې جوړې کړې.

تر دې وروسته بيا سوډان او مراکو هم له اسرايلو سره اړيکې بحال کړې.

نتنياهو په هېواد دننه په دوو کالو کې په څلورم وار د مارچ پر ۲۳مه له انتخاباتو سره پر داسې وخت مخامخېږي، چې پر ضد يې د درغلۍ مقدمه راروانه ده او کورونا وبا يې د هېواد اقتصاد ته زیان رسولی.

خو د کورونا وبا پرضد د هېواد کامياب واکسين پروګرام د ده د انتخابي کمپاين مرکزي نقطه ده.

نوموړي په دې لټه کې هم دی چې خپل هغه سفارتي هنر په ډاګه کړي چې له مخې يې اسرايل له ګاونډيو عربي هېوادونو سره پر داسې وخت اړيکې جوړې کړې چې دا هېواد د ايران پر سر له خليجي هېوادونو سره ګډې اندېښنې لري.

نتنياهو د مارچ پر نهمه د اسرايلو ارمي راډیو سره په مرکه کې په رايې اچونکو ټينګار وکړ چې د ده د ګوند ملاتړ وکړي چې دارنګ هغه په دغه سيمه کې نور امنيتي تړونونه وکړي او دا خبره يقيني کړي چې ايران ځان په اټومي وسلو نه سمبالوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG