د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن او نتانیاهو د ايران اټومي پروګرام پر تهديد بحث وکړ


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري، د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسراییل له وزیر اعظم بنیامن نتانیاهو سره
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري، د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسراییل له وزیر اعظم بنیامن نتانیاهو سره

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرایل له وزیراعظم بنیامن نتانیاهو سره په ټېلېفوني خبرو کې د ایران د اټومي پروګرام د تهدید او 'کووېډ-۱۹' په اړه بحث کړی دی.

د اسرایل د وزیراعظم بنیامن نتانیاهو دفتر د فېبرورۍ پر ۱۷مه نېټه په یوه اعلامیه کې دا خبره تایید کړه.

نتانیاهو د امریکا له هغو اخري متحدانو وو چې جو بایډن ورته ټېلېفون وکړ، جو بایډن د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه د ولسمشر په توګه لوړه کړې وه.

. ویل کېدل ټرمپ د اسرایل په ګټه اجنډا پر مخ وړي او ګڼ عرب هېوادونه، په اروپا او نورو ځایو کې یې د امریکا متحدان په غصه کړي وو.

ټاکل شوې ده د مارچ پر ۲۳مه نېټه په اسرایل کې انتخابات وشي.

له امریکا سره د اسرایل اړیکې د دې هېواد رای ورکوونکو ته خورا مهمې دي.

نتانیاهو د امریکا له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټينګې اړیکې درلودې
نتانیاهو د امریکا له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټينګې اړیکې درلودې

له جو بایډن سره د ټيلېفوني خبرو په اړه لومړی د نتانیاهو دفتر خبر ورکړ. د ده دفتر دا خبرې ډېرې ښې بللې دي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې دواړو لورو د اټمي وسلو جوړولو په برخه کې د ایران پر تهدید، د 'کووېډ-۱۹' د بحران د مخنیوي او له عربو هېوادونو سره د اسرایل د نوې موافقې پر پراختیا خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ د کمپاین پر مهال بایډن د ټرمپ پر هغه پرېکړه انتقاد کړی وو چې له ایران سره‌یې د نړۍ د قدرتونو د ۲۰۱۵ز کال له اټومي موافقې څخه امریکا وایسته.

نتانیاهو د ټرمپ د دې پرېکړې ملاتړ کاوه چې په نتیجه کې يې امریکا د اسرایل پر مهم مخالف ایران سخت بندیزونه ولګول.

بایډن په علني توګه ویلي، تر دې مخکې چې د بندیزونو لیرې کولو د احتمال په اړه د ده اداره بحث وکړي، ایران باید د ۲۰۱۵ز کال له موافقې سره سم چلند وکړي.

تهران له امریکا، چین، روسیې، جرمني، فرانسې او برتانیې سره په موافقه کې توافق کړی وو چې د یورانیمو د غني کولو د پروګرام درولو په بدل کې به ورباندې بندیزونه لیرې شي.

ایران تل دا خبره رد کړې چې اټومي وسلې جوړول غواړي. وروسته له هغه چې ټرمپ له دې موافقې تېر شو، تهران هم له موافقې سرغړونه پیل کړه.

راپور: ملالۍ بشیر

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG