د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسرایل وايي پر کښتۍ یې ښايي‌ایران برید کړی وي 


ګانټز د اسراییل کان ټیلي ویژن ته ویلي چې دا کښتۍ له ایران سره نیږدې وه او له دې ښکاري چې د برید ذمه واره ایران دی خو د دې خبرې تصدیق لا هم پاتې دی.
ګانټز د اسراییل کان ټیلي ویژن ته ویلي چې دا کښتۍ له ایران سره نیږدې وه او له دې ښکاري چې د برید ذمه واره ایران دی خو د دې خبرې تصدیق لا هم پاتې دی.

د اسراییل دفاع وزیر بیني ګانټز د فبرورۍ پر ۲۷مه ویلي، ښايي څو ورځې وړاندی په خلیج عمان کې د اسراییل په کښتۍ د برید ترشا ایران لاس لري.

د ایم وي هیلیوس ریۍ په نامه دا کښتۍ د سعودي عرب له دمام بندر څخه سینګاپور ته روانه وه چې پرې د فبرورۍ پر ۲۵مه برید وشو.

ګانټز د اسراییل کان ټیلي ویژن ته ویلي چې دا کښتۍ له ایران سره نیږدې وه او له دې ښکاري چې د برید ذمه واره ایران دی خو د دې خبرې تصدیق لا هم پاتې دی.

ایران پر اسراییل د خپل یو لوړ پوړي ساینسپوه د وژنې تور پورې کړی وو او ویلي ول چې د دې به بدله اخلي.

ګانټز زیاته کړه چې دا معلومه وه چې ایران د اسراییل انفراسټرکچر او د وګړيو په نښه کولو هڅې کوي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG