د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې چاودنې ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله


د بلوچستان په سیبۍ سیمه کې یوې چاودنې پنځه کسان وژلي او د دوو سرتېرو په ګډون پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د سیمې مرستیال کمشنر زاهد شاه خبریالانو ته وویل چې دا چاودنه د مارچ پر پنځمه له سیبۍ څخه ۳۰ کلومیټره لېرې د بابرکچه په سیمه کې هغه مهال وشوه چې د یوې کمپنۍ مزدورانو د سپرلیو موټر پر سړک تېرېدو چې ورباندې د مځکې لاندې ځای پر ځای شوی ماین و چاودېد.

د نوموړي په خبره په پېښه کې ټپي شوي کسان د سیبۍ سي ایم ایچ روغتون ته رسول شوي چې پکې د ځینو حالت نازک ښودل شوی. نوموړی وايي، په دې اړه پلټنې کوي خو چا تر اوسه د دې چاودنې ذمه واري نه ده منلې.

د سبي د ځايي چارواکو په وینا په پېښه کې د وژل شویو مزدورانو تعلق له پنجاب صوبې سره دی چې د اوبو د نل اچولو لپاره له سبي څخه د بابرکچ په لور روان ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG