د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسد خان اڅکزي مړی په چمن کې خاورو ته وسپارل شو 


د چمن د سرکاری های سکول په میدان کې یې جنازه وشوه چې د عوامي نیشنل ګوند تر څنګ د نورو ګوندونو مشرانو، غړو او عام ولس پکې ګډون کړی وو.
د چمن د سرکاری های سکول په میدان کې یې جنازه وشوه چې د عوامي نیشنل ګوند تر څنګ د نورو ګوندونو مشرانو، غړو او عام ولس پکې ګډون کړی وو.

د عوامي نیشنل ګوند د بلوچستان ویاند اسد خان اڅکزي مړی په چمن کې د هغه په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د فبرورۍ پر ۲۸مه د چمن د سرکاری های سکول په میدان کې یې جنازه وشوه چې د عوامي نیشنل ګوند تر څنګ د نورو ګوندونو مشرانو، غړو او عام ولس پکې ګډون کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د هغه د وژنې پرضد د فبرورۍ پر ۲۸مه د کوټې په ګډون په چمن، ږوب، پښین، لورالايي، دکۍ، کلاسیف الله او نورو زیاتره پښتون مېشتو ښارونو کې کاربندیز اعلان شوی دی.

د عوامي نیشنل ګوند له خوا د اعلان شوي کاربندیز (شټرډاون هړتال) ملاتړ پښتونخوا ملي عوامي ګوند، تجارانو او نورو ګوندونو هم کړی دی.

د دې اعلان په ملاتړ کې د کوټې په ګډون د صوبې په زیاتره پښتون مېشتو ښارونو کې دوکانونه او کاروبارونه تړل شوي دي.

اسد خان اڅکزی (کیڼ لوري ته) د عوامي نیشنل ګوند له مشر اسفندیار ولي‌خان سره
اسد خان اڅکزی (کیڼ لوري ته) د عوامي نیشنل ګوند له مشر اسفندیار ولي‌خان سره

عوامي نیشنل ګوند د خپل دې مخکښ د وژل کېدو پرضد د ننني کاربندیز تر څنګ د درې ورځني ویر اعلان هم کړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان وياند اسد خان اڅکزي مړی د فېبرورۍ پر ۲۷مه وموندل شو.

نوموړی د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر مياشت کې له کچلاک سره نيږدې تښتول شوی و.

د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان مشرانو د فبرورۍ پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې د کوټې د پوليسو لخوا ورته وويل شو چې ځېنې برمته ګر يې نيولي دي.

د اسد خان اڅکزي جنازې ته د نورو ګوندونو سیاستوالان هم ورغلي ول.
د اسد خان اڅکزي جنازې ته د نورو ګوندونو سیاستوالان هم ورغلي ول.

د دوی په وینا، هغوی اقرار کړی چې اسد خان يې څو ورځې وړاندې وژلی او مړی يې په نوسار سيمه کې په يوه کنده کې غورځولی دی.

د بلوچستان وزیراعلا جام کمال د اسد خان اڅکزي پر وژل کېدو خپګان ښودلی او ویلي یې دي چې د دې پېښې به له هره اړخه جاج اخلي او د هغه په وژنه کې ککړو کسانو ته به سزا ورکوي.

نوموړي‌ ویلي چې د اسد خان کورنۍ ته ډاډ ورکوي‌ چې د دې پېښې به نه یوازې پلټې کېږي بلکې هغوی ته به انصاف هم ورکول کېږي.

اسد خان اڅکزی د کلا عبدالله ضلعې د مرکز چمن اوسېدونکی او د عوامي نیشنل ګوند د صوبايي‌ مشر اصغر خان اڅکزي د تره زوي وو.

عوامي نیشنل ګوند د اسد خان اڅکزي د خوشي کولو لپاره احتجاجونه هم کړي وو
عوامي نیشنل ګوند د اسد خان اڅکزي د خوشي کولو لپاره احتجاجونه هم کړي وو

عوامي نیشنل ګوند د اسد خان اڅکزي او د ده په شان د برمته کړل شويو يوشمېر نورو کسانو د راخوشې کولو لپاره د فبرورۍ پر ۲۲مه په ټول پاکستان کې مظاهرې او احتجاجونه وکړل.

دوی د پاکستان له حکومت او امنيتي ادارو غوښتنه وکړه چې په زوره لادرکه کړل شوي ټول کسان دې راخوشي کړل شي يا دې عدالتونه ته وړاندې کړل شي.

په پاکستان کې په زوره د خلکو تری تم کولو تور زياتره وخت د پاکستان پر امنيتي او استخباراتي ادارو پورې کېږي خو هغوی تل دا ډول تورونه رد کړې دي.

د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د فبرورۍ پر ۲۴ مه په راولپنډۍ کې د بهرنيو رسنيو له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې د ورکو کسانو په اړه د حکومت تحقیقاتي کميشن د ۶،۰۰۰ کسانو نومونه ترلاسه کړي ول چې پکې د څلور زرو مقدمې حل شوې او د پاتې نورو هغو به ډېر ژر حل شي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG