د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت مو غوښتنې واورېدې خو عملي کولو ته به یې ګورو: نصرالله بلوڅ


د ورکو کسانو شاوخوا ۲۰ خپلوان له کوټې څخه اسلام اباد ته تللې ول چې دوی اول د فبرورۍ پر ۱۱مه نېټه د اسلام اباد پرېس کلب مخې د احتجاج په توګه ناست وو. 
د ورکو کسانو شاوخوا ۲۰ خپلوان له کوټې څخه اسلام اباد ته تللې ول چې دوی اول د فبرورۍ پر ۱۱مه نېټه د اسلام اباد پرېس کلب مخې د احتجاج په توګه ناست وو. 

د ورک کړل شويو بلوڅانو کورنۍ وايي، اسلام اباد ته چې د کوم هدف لپاره تللي ول په هغه کې کاميابه شوي البته دا به وخت ثابتوي چې حکومت خپلې کړې ژمنې پوره کوي او که نه.

د ورکو کسانو شاوخوا ۲۰ خپلوان له کوټې څخه اسلام اباد ته تللې ول چې دوی اول د فبرورۍ پر ۱۱مه نېټه د اسلام اباد پرېس کلب مخې د احتجاج په توګه کښېنستل او وروسته يې په ډي چوک کې پرلت وواهه.

د احتجاج مشري نصرالله بلوڅ کوله چې د ورکو بلوڅانو د موندولو سازمان - بلوچ مسنګ پرسنز ارګنايزېشن - مشر دی.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۱مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې دوی چې د کومو غوښتنو په خاطر اسلام اباد ته تللي ول هغه حکومتي چارواکيو په جدي توګه واورېدلې او د حلولو ډاډ يې ورکړ.

نوموړي زياته کړه چې غوښتنه يې کوله چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان دې د ورکو بلوڅانو له کورونيو سره وويني، ورک کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړل شي چې پکې کوم بېګناه دې هغه د خوشي کړل شي او چې کوم وژل شوي دي د هغو کورنۍ دې خبرې کړل شي چې دارنګه هغوي د ټول ژوند له اذيت خلاص شي.

د نصرالله بلوڅ په وينا، د پاکستان داخله چارو وزير شیخ رشيد، قانون وزير فروغ نسيم، د بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري او د لادرکه کسانو په اړه پلټونکي کمېشن مشر جسټس ريټايرډ جاويد اقبال سره يې جلا جلا ملاقاتونه وکړل.

د ورکو بلوڅانو له کورنیو سره اخري ليدنه شيرين مزاري وکړه او د نصرالله وزير په وينا هغې ورته د وزيراعظم عمران خان پېغام ور وړی وو.

د ده په خبره، شيرين مزاري وويل چې عمران خان ورته حکم کړی چې هغه به د مارچ په میاشت کې له دوی سره ويني او د دې ترڅنګ هغې ورڅخه د ورک کړل شویو کسانو لېسټ هم وغوښتلی.

ده وویل، "هغې وويل چې تر څو پورې چې ملاقات کېږي تر هغو به د ورکو کسانو درک ولګوو او د دې ترڅنګ حکومت د جبري لادرکی په اړه قانون جوړوي چې په اخري پړاو کې دی او ژر به منظور شي."

د لادرکه کسانو د کورنيو يو شکايت د ورکو کسانو په اړه د حکومتي کميشن د غړو له رويې هم وو.

دوی تور پورې کوي چې د کمېشن غړي د اورېدنې پر مهال له دوی سره ناوړه چلند کوي او د ثبوت سربېره يې هم د ورکو کسانو نومونه له فهرست څخه اېستلي دي.

نصرالله بلوڅ وايي چې د اسلام اباد احتجاج پر مهال يې د کميشن مشر جسټس جاوېد اقبال سره هم دوه ځله وليدل او د هغې مخې ته يې ټول شکايتونه کښېښودل.

د ده په خبره، جاويد اقبال ډاډ ورکړ چې په راتلونکې کې به هغه پخپله دا مقدمې اوري او چې د کومو کسانو نومونه د کميشن له فهرست څخه اېستل شوي هغه دې هم ده ته ورکړل شي.

د حکومتي ډاډ وروسته ورک کړل شويو بلوڅانو کورنيو د فبرورۍ پر ۲۰مه نېټه خپل ۱۰ ورځنی پرلت ختم کړ.

دې احتجاج ته د اپوزيشن ګوندونو مشران هم ورغلي ول چې پکې د مسلم ليګ نواز مرستياله مشره مريم نواز، د عوامي نېشنل ګوند ميا افتحار حسين، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر عثمان کاکړ، د پېپلز ګوند فرحت الله بابر او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن داوړ او د بشري او مدني حقونو سازمانونو فعالين او مشران شامل ول.

مريم نواز تر ملاقات وروسته له رسنيو سره د خبرو پر مهال د پوځ او استخباراتي ادارې ای اې سای پر مشرانو ږغ وکړ چې د ورکو بلوڅانو شکایتونه واوري او دا ستونزه دې حل کړي.

هغې وويل حکومت بايد د ورکو کسانو کورونيو ته دا مالومات ورکړي چې لادرکه کسان مړه دي او که ژوندي.؟

بلوڅانو له څه دپاسه يوې لسيزې راهيسې د ورکو کسانو د موندولو لپاره احتجاجونه کوي خو دا دويم ځل دی چې دوی اسلام اباد ته تللي دي. د ۱۰ ورځني پرلت پر مهال د ورکو کسانو مېندې، خوېندې او مېرمنې په سخت یخ کې په ډی چوک کې شپه او ورځ ناستې وې.

په پرلت کې حسيبه قمبرانۍ هم وه چې ورو حسان او د تره زوی حزب الله يې له تېر څه د پاسه يو کال راهيسې ورک دي.

هغې د فبرورۍ پر ۲۱مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې په پرلت کې داسې ښځې هم وې چې عمرونه يې تر ۶۰ کلونو زيات ول.

د دې په وينا، هره شپه به په دې هيله ويدېدل چې ښايي سهار راپاڅي نو خبر ترلاسه کړي چې ورک خپلوان يې کورونو ته رسېدلی دی خو د دې په خبره دا هيله لا پوره شوې نه ده.

د حسيبې په خبره، د احتجاج پر مهال تر ټولو دردوونکې شېبه به داوه چې کله به يې ورغلي هر سياستوال او بل ملاقاتي د خپل ورک کس په اړه معلومات ورول.

د دې په خبره، هر ځل چې به يې تفصيل ورکاوه نو لکه چې يو وار نه بلکې په وار وار تر تکليف تېرېږي یاني په بله مانا يو ځل ورپېښه شوې پېښه به لکه چې په وار وار ورسره کېدله.

په پاکستان کې يوازې بلوڅان نه بلکې ګڼ شمېر پښتانه او سنديان هم لادرکه دي. دوی د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو د خلکو د لادرکه کولو تورونه لګوي خو پوځ او حکومت تل دغسې تورونه رد کړي دي.

په دې اړه د تحقیقاتو حکومتي کميشن وياند فريد خان څو ورځې وړاندې مشال راډيو ته ويلي ول چې دوی د ورکو کسانو شمېرې راغونډوي او تراوسه يې د ۴۰۰ لادرکه کسانو مقدمې هوارې کړې دي.

XS
SM
MD
LG