د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت پر کابل پوهنتون برید کې ککړ تن ته د مرګ د سزا حکم تایید کړی


په افغانستان کې یوه عدالت پر کابل پوهنتون په وسله وال برید کې د ککړتیا په تور یوه کس ته د مرګ د سزا حکم تایید کړی.

د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر دویمه پر کابل پوهنتون په حمله کې ۲۲ کسان ووژل او تر ۴۰ زیات ژوبل شول.

د هغې حملې ذمه واري داعش ډلې منلې وه.

د افغانستان د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم د مارچ پر څلورمه ماښام مشال راډیو ته وویل چې په بګرام زندان کې د ترهګرو جرمونو د څېړنې استیناف عدالت پر کابل پوهنتون د برید کولو او د حملې د پلان جوړولو پر سر د عادل نومي کس د مرګ سزا تایید کړه.

د نوموړي په خبره، عادل د آرش او طلحه په نومونو هم پېژندل کېږي.

قویم وايي، تر دې مخکې یوه ابتداییه عدالت عادل ته د مرګ سزا اورولې وه.

ده زیاته کړه چې د استیناف محکمې په نورو ترهګرو بریدونو کې د ککړتیا په تور د عادل د ملګري عبیدالله چې په حماد مشهور دی، د مرګ سزا هم پر ځای وساتله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG