د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان پر کابل پوهنتون د خونړي برید ملي ویر کوي


د کابل پوهنتون یو ټولګی چې پر دېوالونو یې د مرمیو ګڼ ټکونه ښکاري. ۲۰۲۰، ۲ نومبر
د کابل پوهنتون یو ټولګی چې پر دېوالونو یې د مرمیو ګڼ ټکونه ښکاري. ۲۰۲۰، ۲ نومبر

نن په افغانستان کې پر کابل پوهنتون د دوشنبې ورځې خونړي برید ملي ویر دی چې نېږدې ۲۲ تنه پکې وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل دي.

ولسمشر اشرف غني امر کړی چې د هېواد دننه پر دولتي ودانیو او بهر د افغانستان پر ټولو ډیپلوماټیکو نمایندګیو دې د افغانستان ملي بیرغ نیمه ځوړند وي.

ولسمشر غني په هغه وینا کې چې برایه ماښام ارګ پر خپله ویب پاڼه خپره کړې، پر کابل پوهنتون برید یو بشري جنایت وباله او ویې ویل پر ” جوماتونو، امام باړو، علمي، فرهنګي او اکاډمیکو مرکزونو او پر ټولګټو تاسیساتو ” بریدونه د بشریت ضد جنایت دی.

”د طالبانو په ګډون نورو ټولو ترهګرو ډلو ته په وضاحت وایو چې په دې ډول وحشتونو او بریدونو د دې عظیم ولس لوړې ارادې نه شئ کمزورې کولی.“

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، په دغه حمله کې چې په دوشنبه درېوو وسله والو په کابل پوهنتون کې ترسره کړه، ۱۹ تنه ووژل شول او ۲۲ نورژوبل شول.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاندې معصومه جعفري ویلي چې د دغې پیښې ۲۲ مړي روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د دغه برید ذمه واري په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې یا داعش په غاړه اخیستې ده. طالبانو ویلي چې په برید کې لاس نه لري.

تر دې مخکې له کابل پوهنتونه عیني شاهدانو مشال راډیو ته ویلي ول چې د دغه پوهنتون د حقوقو پوهنځي ته نېږدې د ډزو غږونه واورېدل شول.

د کابل پر پوهنتون برید مختلفو لوریو غندلې.

په افغانستان کې د ناټو لوړپوړي ملکي استازي ستېفانو پونتیکورفو پر ټوېټر په بیان کې د حملې د غندلو ترڅنګ ویلي چې دا په تېرو ۱۰ ورځو کې د کابل پر تعلیمي ادارو دویم برید دی.

د اکتوبر پر ۲۳مه شپې مهال د کابل د دشت برچي پل خشک سیمه کې د کوثر دانش په نوم پر ښوونیز مرکز ځانمرګی برید شوی وو.

په هغه پېښه کې ۲۴ تنه وژل شوي او ۵۷ تنه ټپيان ول او د حملې ذمه واري اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې وه.

پونتیکورفو لیکلي چې افغان ماشومان او ځوانان اړتیا لري چې ښوونځي ته د تګ پر مهال ځانونه خوندي احساس کړي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم پر ټوېټر په بیان کې د حملې غندنه کړې او زیاتوي چې وسله وال تېره میاشت په هېلمند کې تر ماتې وروسته اوس اکاډیمیک ځایونه په نښه کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG