د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو په کابل کې استاد مولوي فایز په ډزو وژلی


وسله‌والو نن چهارشنبه ګهیځ مهال د کابل ښار په خیرخانه مېنه کې د کابل پوهنتون استاد او دیني عالم مولوي فیض محمد فایز وژلی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، مولوي فایز نن سهار د لمانځه لپاره جومات ته پر لار وو چې وسله‌والو پرې ډزې کړي.

د کابل امنیه قوماندانۍ د‌ ویاند په خبره، د‌ پېښې د‌ لا روښانتیا لپاره څېړنې پیل شوي دي.

تر اوسه د دې وژنې مسووليت چا نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG