د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان ناامني: د ۴ ښځینه کارکوونکو په ګډون ۵ تنه وژل شوي، ۸ تنه برمته


د شمالي وزیرستان د میرلي په ایپي سیمه کې وسله والو نن غرمه (د فبرورۍ ۲۲مه) د یوې غیر-سرکاري ادارې (اېن جي او) څلور کارمندانې وژلې دي او د ګاډي چلوونکی یې ژوبل دی.

چارواکي وايي وژلې ښځې د بنو اوسېدونکې وې او د "سباون" په نامه له یوې اېن جي او سره کار کاوه چې په سیمه کې یې ښځو ته د دستکارۍ هنر ښوده.

پولیسو د ناڅرګندو کسانو خلاف مقدمه کښلې او پلټنې یې روانې کړې دي.

بلخوا په شوه کې هم وسله والو یو ځايي تن وژلی او نږدې اته تنه چې پکې سرکاري اهلکاران هم دي، تښتولي دي.

د شمالي وزیرستان اېس پي انوېسټیګېشن عقیق حسېن وايي چې پولیس، پوځ او ملېشه ځواکونو په سیمه کې ناکې اچولې او د تښتول شویو کسانو د موندلو او راخلاصولو عملیات یې روان کړي دي.

د نوموړي په خبره په سیمه کې ګڼ ځنګلونه دي خو دوی یې لټون پیل کړی دی.

د شمالي وزیرستان ډیټي کمیشنر شاهد علي خان وايي، په تښتول شویو کې یې یو کس راخوشی کړی دی او د نورو د موندلو لټون روان دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې بېګا ناڅرګندو کسانو ناکه اچولې وه او له ګاډو به یې کسان کوزول او له ځان سره به یې بیول.

په تښتول شویو کې یو د لوکل ګورنمنټ یو اهلکار، یو وکیل، یو انجینیېر او د صحت محکمې یو کارکوونکی دی.

دا لا نه ده جوته چې د دې پېښو تر شا د چا لاس دی.

د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په وزیرستانونو کې پر امنیتي حالاتو پوښتنې راپورته کړې او پر سرکار یې ږغ وکړ چې ژر تر ژره دې تښتول شوي کسانو راخوشې کړي ګنې ولس به په احتجاجونو لاس پورې کړي.

سږ کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو د روانې لړۍ دا اوومه پېښه ده.

تېر کال (۲۰۲۰) دغه پېښې ۴۶ ته رسېدلې وې.

پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي ولس د دغه احتجاجونو خلاف بیا بیا لاریونونه او پرلتونه کړي.

XS
SM
MD
LG