د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت دې د هدفي بریدونو مخه ونیسي: منظور پښتین


د نومبر پر ۱۵مه د میرامشا جلسې ته زرګونه خلک ورغلي ول.
د نومبر پر ۱۵مه د میرامشا جلسې ته زرګونه خلک ورغلي ول.

پښتون ژغورنې غورځنګ د شمالي وزیرستان په مرکز میرامشا کې (پي ټي اېم) جلسه کړې ده چې ورته بېلا بېلو مشرانو ویناګانې کړې دي.

د نومبر ۱۵مې جلسې ته د غورځنګ مشر منظور پښتین په وینا کې پر حکومت غږ وکړ چې د هدفي وژنو مخنیوي موثره اقدامات وکړي.

ده وویل، ولس دې د هر هدفي برید په اړه حکومت خبروي او که حکومت یې غم نه خوري نو د احتجاج له لارې دې خپل حق غواړي.

د شمالي وزیرستان امنیتي او انتظامي چارواکو په بیا بیا ویلي دي چې د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او په هدفي بریدونو کې ککړ کسان د قانون منګولو ته سپاري.

پښتین دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په ۲۰۱۹ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۵۱ او سږکال په هغه قبایلي ضلعه کې۳۸ هدفي بریدونه شوي دي.

پښتین وویل چې د غورځنګ او حکومت ترمنځ د مذاکراتو یو شمېر پړاوونه شوي خو لا نتیجې ته نه دي رسېدلي.

ده وویل، په مذاکراتو کې یې هم غوښتنې پخوانۍ دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، حکومت او امنیتي چارواکي دې قبایلي سیمې له ځمکلاندې بمونو پاکې کړي، د هدفي بریدونو مخنیوی دې وکړي، پر امنیتي پوستو دې خلک نه ځوروي، ټول ورک کسان دې عدالت ته وسپاري او ماورای عدالتي وژنې بندې کړي او په قبایلو کې دې د ترهګرۍ او ناامنیو په کلونو کې د ټولو پېښو پلټنو لپاره د حقایقو موندلو او جوړجاړي (ټروت اېنډ ريکنسیلیېشن) کمېشن جوړ کړي.

منظور پښتین پر ولس غږ وکړ چې له قبیلوي لانجو دې لاس واخلي
منظور پښتین پر ولس غږ وکړ چې له قبیلوي لانجو دې لاس واخلي

حکومت او پوځ وايي د غورځنګ غوښتنې جایزې دي او وار له مخه یې د ځینو پر پوره کولو له شاوخوا دوو کلونو راهیسې کار ته دوام ورکړی.

پښتین جلسې ته په وینا کې پر ولس غږ وکړ چې خپلې قبیلوي شخړې پرېږدي او د ځمکو لانجو پر سر دې د یو بل پر خلاف نه درېږي بلکې له یووالي دې کار واخلي چې په سیمه کې د امنیت او پرمختیا لارې هوارې شي.

ده همداراز زیاته کړه چې د شمالي وزیرستان او نورو قبایلي ضلعو خلک دې ښځو ته د هغوی ټول حقونه ورکړي او نجونه دې له تعلیمه نه بې برخې کوي.

د میرامشا جلسې ته د غورځنګ یوه بل مشر او په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ هم وینا وکړه او پر حکومت یې د هدفي بریدونو مخنیوي ترڅنګ د امنیت ټینګښت غږ وکړ.

ده وویل، په قبایلي سیمو کې ناامنۍ بیا سر پورته کوي چې باید یې د هغو سیمو ځوانان او مشران پر وړاندې ودرېږي او بیدار اوسي چې په وینا یې بل ځل د پردیو جګړو لپاره و نه کارول شي.

داوړ په افغانستان کې د تاوتریخوالي او جګړو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده او ویې ویل چې باید د هغه هېواد شخړې په سیاسي لار حل شي.

داوړ د جلسې پر ګډونوالو غږ وکړ چې له عدم تشدده کار واخلي او ویې ویل چې پښتانه باید تر راتلونکو ۵۰۰ کلونو بیا نه وجنګېږي او نه د بل چا د جګړې برخه شي.

په میرامشا کې د پاکستان مارکېټ مخې ته د فوټبال په لوبغالي کې جلسې ته زرګونه خلک ورغلي ول.

د جلسې د امنیت او نظم لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ رضاکاران درېدلي ول او بهر په لارو او سړکونو کې پولیس هم ځای پر ځای شوي ول.

انتظامیې په میرامشا کې انټرنېټ او د موبایل ټېلېفون شبکې تړلې وې.

پښتون ژغورنې غورځنګ د نومبر په پیل کې د پښتنو په سیمو کې د ناامنیو زیاتېدو پر وړاندې د غږ پورته کولو په موخه په میرامشا کې د جلسې اعلان کړی وو.

د میرامشا جلسې ته سیاستوالانو او پخوانیو سېنېټرانو افراسیاب خټک او فرحت الله بابر، د غورځنک د شمالي وزیرستان د څانګې مخکښ سعید انور داوړ او د غورځنګ د بلې مشرې ثنا اعجاز په ګډون یو شمېر نورو فعالانو او ملاتړیو هم ویناګانې وکړې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG