د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې دوه وسله وال او یو عسکر وژل شوی: ای ایس پي ار 


په شمالي او جنوبي‌ وزیرستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو او پوځ پر یو بل بریدونه زیات شوي دي.
په شمالي او جنوبي‌ وزیرستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو او پوځ پر یو بل بریدونه زیات شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزيرستان کې د عملياتو پر مهال دوه وسله وال او یو عکسر وژل شوی دی.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانګې - ای اېس پي ار - په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د فبرورۍ پر ۲۰ مه د شمالي وزيرستان په ملک خيل سيمه کې د عملياتو پرمهال يې د وسله والو د يو کمانډر رحمت عرف خالد په ګډون دوه وسله وال وژلي دي.

په بيان کې ويل شوي چې د عملياتو پر مهال د دوي يو سرتيری حولدار شهزاد رضا هم وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

په تيرو شاوخوا دوه اونيو کې وسله والو طالبانو په جنوبي وزيرستان کې په درې بيلا بيلو بريدونو کې ۱۲ امنيتي سرتيري وژلي او يو شمير نور يې ژوبل کړي دي.

د فبرورۍ پر۱۹مه د سره روغې پر زوړ چيک پوسټ د وسله والو په بريد کې ۵ سرتيري ووژل.

له دې وړاندې وسله والو د فبرورۍ پر ۱۴مه په واڼه کې پر پوځي کاروان په بمي برید کې ۳ سرتيري ووژل.

د فبرورۍ پر ‍۱۱مه په رزین خوله کې پر امنیتي پوستې برید کې ۴ پوځیان وژل شوي وو.

وسله والو طالبانو د درې واړه بریدونو زمه واري منلې وه.

په شمالي او جنوبي‌ وزیرستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو او پوځ پر یو بل بریدونه زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG