د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا سيکرټرېټ زرګونو ملازمینو نوکرۍ په ختمېدو دي


په فاټا سیکرټریټ کې د ځينو سرکاري محکمو کارمندان وايي چې د فاټا په خیبر پښتونخوا کې له ورګډیدو پس ځينې پروژې تړل شوې او دوی يې له نوکريو اېستلي دي.

دوي غوښتنه کوي نوکرۍ دې یې د ختميدو پرځای پخې/ مستقلې کړل شي، د دوی په وینا له تېرې څه نا څه یونیمې لیسزې راهیسې په ډېرو سختو حالاتو کې یې خپلې دندې ترسره کړې او اوس یې پر تش ډګر بې سروپناه پرېږدي.

د فاټا پخواني سيکریټرېټ په قبایلي سيمو کې چې اوس یې هره ایجنسۍ په ضلعه اړول شوې د صحت، تعلیم، مال موېشۍ، د ودانۍ او پرمختيا (سي این ډبلیو)، اوبه خور، کرهڼې، ځنګلونو په ګډون يوشمېر نورې ولسي پرمختيايي پروژې د سرکاري او نړیوالو مرستندویو ادارو په مرسته چلېدې او ځینې یې لاهم چلېږي، او د چارواکو د مالوتو ترمخه هلته روانې پروژې به په ۲۰۲۱ز کال کې پای ته ورسېږي.

په اووه واړو پخوانیو اجنسو او اېف ارز کې په یادو پرمختیایی پروژو کې څه د پاسه پینځو زره ۵۰۰۰ کسانو کار کاوه، دوی وايي له بې کاره کېدو پس به یې ژوند ډېر ستړی شي، ځکه چې دوی په کلونو کلونو یوازې له فاټا سیکرېټرېټ سره په ځانګړو پروژو کې مسلکي دندې ترسره کولې او هم هلته یې تجربه لرله، اوس یې عمرونه هم زیات شوي دي.

د پاکستان حکومت د قبايلي ضلعو اوسېدونکو لپاره د سرکاري نوکرۍ ترلاسه کولو لپاره د عمر حد ۳۵ کاله ټاکلی دی.

ډاکټر طارق مسید د فاټا سیکرټریټ مال مويشۍ په یوه پروژه کې کار کوي دې. نوموړی وايي داسې کسان هم راسره شته چې په مختلفو پروژو کې له تېرو پنځلس شپاړسو کالو راهیسې یې کار کولو نو د هغوی نوکرۍ خو دې ژر تر ژره پخې کړل شي.

طارق مسید زیاتوي دا به ډېرهناانصافي وي چې حقونه یې ووهل شي، د نوموړي په خبره ه، د بندوبستي ضلعو په سلګونه کسان تر یوه ایکټ لاندې مستقل شول خو یوازې د پخوانۍ فاټا په مال مويشۍ محکمه کې څه د پاسه ۶۰۰ ملازمین دي او په دوی پورې پوره کورنۍ تړلې دي چې نوکرۍ یې ختمې شي نو دوی به څه کوي.

خو د فاټا سيکریټرېټ يوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط بيا مشال راډيو ته وويل زياترو پرمختيايي پروژو لپاره به فنډونه نړيوالو مرستندويه ادارو ورکول خو له کله چې قبايلي سیمې د خيبر پښتونخوا برخه وګرځول شوې نو يادو ادارو ورته فنډونه کم کړل او چې کومې پروژې پای ته رسېږي نو کارکونکې يې هم یې روزګاره کېږي.

چارواکي دا هم زیاته کړه چې فاټا سيکریټرېټ په مرحله واره توګه ختمېږي، د ځينو محکمو انتظامي اختیارات له وړاندې صوبايي محکمو ته سپارل شوي او د پاتې هغه به هم ورته وسپارل شي نو يادو کارمندانو ته نورې نوکرۍ ورکول يا دوی پخول/مستقلول یې په وس کې نه دي که خیبر پښتونخوا حکومت وغواړي نو نوکرۍ ورکولی شي.

له خیبر ضلعې د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍغړی او د ماحولياتو قايمه کمېټۍ مشر شفیق شېر اپرېدی وایي، د پخوانۍ فاټا د يادو ملازمینو مستقلولو خبره یې اعلا وزیر محمود خان ته وړاندې کړې ده، د نوموړي په ادعا چې اعلا وزير ورته د مستقلولو یا پخولو ډاډ ورکړی دی.

قبایلي سیمې په دوه زره اتلسم کال مې میاشت کې د پاکستان مسلم لیک ن په حکومت کې د فاټا اصلاحاتو ترمیمي بل له منظورېدو پس په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شوې او اووه واړه قبايلي ايجنسۍ په ضلعو کې بدلې شوې.

XS
SM
MD
LG