د لاسرسي ځای

تازه خبر

په واڼه کې د علي وزير د ګرفتارۍ پرضد مظاهره وشوه


احتجاج کوونکو د علي وزير پرضد د درج شوی مقدمې د ختمولو غوښتنه وکړه.
احتجاج کوونکو د علي وزير پرضد د درج شوی مقدمې د ختمولو غوښتنه وکړه.

د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې دا مظاهره د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان پیپلز پارټۍ لخوا په شریکه وشوه.

مظاهره کوونکو د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر ګرفتاري وغندله او له حکومته یې د نوموړي د زر تر زره خوشې کولو غوښتنه وکړه.

احتجاج کوونکو دا غوښتنه هم کوله چې د علي وزير پرضدد درج شوې مقدمې دې ختمې کړل شي.

د پېښور پولیسو علي وزیر د ډېسېمبر پر ۱۶مه د سيند پوليسو په خواست نيولی و.

د پوليسو په خبره د نوموړي حلاف د ډېسېمبر پر اوومه په کراچۍ کې پرچه کټ شوې وه چې پکې پر وزیر د ښار په سهراب ګوټ کې په جلسه کې د ریاست او پوځ پر ضد د ویناوو تور پورې شوی.

خو نوموړی دا تورونه ردوي.

د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت علي وزير د ډېسېمبر تر ۳۱مې پوليسو ته په عدالتي رېمانډ حواله کړی.

د علي وزير د ګرفتارۍ پرضد د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې احتجاجونه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG