د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي‌ ریاست دې یې ګرفتاره غړي پرېږدي 


پښتون ژغورنې غورځنګ د ډېسېمبر پر ۲۷مه په باړه کې جلسه وکړه
پښتون ژغورنې غورځنګ د ډېسېمبر پر ۲۷مه په باړه کې جلسه وکړه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه غوښتنه کړې ده چې حکومت دې د دوی نیول شوي غړي ژر تر ژره خوشې کړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ دا غوښتنه د ډېسېمبر پر ۲۷مه د خیبر په باړه کې د جلسې پر مهال کړې ده.

د غورځنګ مشرانو جلسې ته په ویناوو کې د نیولیو ملګرو د خوشې کېدو غوښتنې تر څنګ خپلې یو شمېر هغه غوښتنې هم تکرار کړې چې تر دې وړاندې یې په جلسو او لاریونونو کې وړاندې کړې دي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین جلسې ته په وینا کې وویل چې د علي وزیر، حنیف پښتین ، نورالله ترین په ګډون دې د غورځنګ نیول شوي ټول غړي ژر تر ژره خوشې کړل شي.

د غورځنګ د ګرفتارو غړو او مخکښانو پر ضد پولیسو پرچې دایرې کړې دي چې پکې پر علي وزیر د ریاست ضد د وینا تور دی او ځینې نور بیا د وزیر د خوشې کولو لپاره تر احتجاجونو وروسته نیول شوي ول.

پښتین وویل، "د علي وزیر کورنۍ ډیرې قربانۍ ورکړې دي، نن د ورک کړل شوو کسانو میندې او بچي موږ ته راغلي دي، په کار ده نور راخوشې کړل شي،په باړه کې یو استاد عرفان الله او خاطر شینواری یې بې ګناه ووژل، پښتون ژغورنې غورځنګ د دې بې وسه خلکو خبره کوي."

په پاکستان کې د ورکو کسانو لپاره یو حکومتي کمېشن موجود دی چې وايي، د هغوی لټون کوي او دریځ لري چې سلګونه کسان یې موندلي او کورونو ته استولي دي.

د پېښور د ترهګرۍ ضد څانګې د جون پر ۲۳ په یوه بیان کې ویلي ول چې دوی د پېښور په متنو غازي اباد کې د لټون عملیاتو پر وخت څلور ترهګر وژلي و چې یو پکې عرفان الله هم و خو د هغه کورنۍ او پلار د پولیسو دا ادعاوې ردوي او وایي چې هغه د پولیسو په حراست کې وژل شوی دی.

د ۲۰۱۹ ز کال د ډېسېمبر میاشتې پر ۲۱مه د خیبر په پسیدخېلو کلي اوسېدونکی خاطر خان شینواری د اېف سي ځواک پر عسکرو د یوې بمي چاودنې په تور له ۱۹ نورو کسانو سره نیول شوی وو. د نوموړي د کورنۍ غړي وایي، هغه د اېف سي ځواک له تشدده وژل شوی دی او مړی یې دوی ته د ډېسېمبر پر ۲۳ نېټه ورسپارلی خو د اېف سي ځواک چارواکو ویلي دي چې هغه له حراستي مرکزه د تښتېدو په وخت د پرېوتو له امله مړ شوی دی.

منظور پښتین د باړې جلسې ته په وینا کې وویل، پر چیک پوسټونو نور ځورول نه مني او له ځپل شویو پښتنو سره له ریاسته د تاوان غوښتنه کوي.

د پاکستان حکومت او پوځ ویلي چې په قبایلو کې یې امنیتي پوستې د وسله والو د فعالیتونو مخنیوي او د خلکو خوندیتوب لپاره جوړې کړې دي. له دې علاوه پوځ وايي، په قبایلو کې یې وار له مخه د پوستو شمېر کم کړی او ورباندې د خلکو د ځورولو تور نه مني.

پښتین زیاته کړه: "د خیبر زیاتره سیمه ړنګه پرته ده، د کورونو رغولو لپاره ډيره کمه معاوضه ورکول کیږي، تورخم یو کاروباري مرکز دی خو پښتانه پکې ځورول کیږي، این ایل سي هر څه قبضه کړل، نن تیرا راجګال ته کوکيخېل نه ورپرېږدي چې خپلې سیمې ته ستانه شي، هلته یې د دوی ټول ځنګلونه ووهل، او د دوی کورونه یې لوټ کړل."

د پاکستان حکومت وایي، په قبایلي سیمو کې یې تر ناامنیو او پوځي عملیاتو وروسته نه یوازې د بیارغونې کارونه کړي بلکې له بې کوره شویو خلکو سره یې هم مرستو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي‌ وزیرستان استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن داوړ د باړې جلسې ته وویل، ناامني بیا زیاته شوې ده او په قبایلي ضلعو کې پولیسو ته روزنه او سامان نه ورکول کېږي.

ده وویل، "امنیتي ځواکونه پولیسو ته واک نه ورکوي، هدفي وژنې روانې دي، مدني فعالان او سیاستدانان نه پریږدي، خو د دې پرضد به زموږ مبارزه روانه وي."

د خیبر پښتونخوا حکومت او د پولیسو اداره وايي چې په ټولو قبایلي ضلعو کې د پولیسو روزنه روانه ده او په بېلا بېلو ځایونو کې د تاڼو جوړولو تر څنګ د پولیسو د ترهګرۍ مخنیوي څانګه هم ورغځول کېږي.

جلسې ته له شمالي وزیرستانه د صوبايي‌ اسمبلۍ غړي میرکلام وزیر ، سید عالم مسید او یو شمېر نورو کسانو هم ویناوې وکړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دې جلسې ته د ورتګ پر مهال د پېښور او باړې ترمنځ زیاتره لارې تړل شوې وې.

د غورځنګ د مشر منظور پښتین ، ملا بهرام ، فرید اپرېدي په ګډون نور مشران او ولسي وګړي پر نورو لارو پیاده باړې ته داخل شول او جلسې ته ورغلل.

پر ډېره یخنۍ او باران سربېره، ګڼ خلک د جلسې ځای ته ورغلي ول او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو ویناوې یې واورېدې.

علي وزیر د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پيښور کې نیول شوی وو.

د پېښور پولیسو ویلي ول چې علي وزیر یې د سیند صوبې د پولیسو په غوښتنه نیولی او حواله کړی دی.

د سیند پولیس وايي، وزیر د ډېسېمبر پر شپږمه په کراچۍ کې د غورځنګ جلسې پر مهال د ریاست پر ضد وینا کړې وه چې له وجې یې پر هغه مقدمه شوې، خو غورځنګ دا تور ردوي.

علي وزیر د ډېسېمبر پر ۱۸مه له پېښوره کراچۍ ته وړل شوی وو او د ډېسېمبر پر ۱۹مه په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل شو.

د علي وزیر ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ نور غړي او مشران هم یاد عدالت ته وړاندې کړل شول. عدالت ټول کسان د ډېسېمبر تر ۳۰مې په رېمانډ پولیسو ته حواله کړل.

XS
SM
MD
LG