د لاسرسي ځای

تازه خبر

صحت انصاف بیمه: د خېبر پښتونخوا ټول وګړي وړیا درملنه کولای شي


د نیوز ورځپاڼې د یو راپور له مخې دا مهال په خېبر پښتونخوا کې ۶.۵ میلیونه کورنۍ او ۴۰ میلیونه وګړي د صحت انصاف بیمه لري.
د نیوز ورځپاڼې د یو راپور له مخې دا مهال په خېبر پښتونخوا کې ۶.۵ میلیونه کورنۍ او ۴۰ میلیونه وګړي د صحت انصاف بیمه لري.

چارواکي وايي، خیبر پښتونخوا د پاکستان یوازینۍ او لومړنۍ صوبه ده چې ټول ولس یې د صحت انصاف بیمې په لرولو سره وړیا درملنه کولای شي.

د صوبې صحت محکمې سیکرېټري امتیاز حسین شاه د فېبرورۍ پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان شناختي کارډ لرونکي ټول وګړي له صحت انصاف بیمې ګټه اخیستلای شي.

نوموړی وايي: "دا بیمه اوس ټول خلک یانې ۱۰۰ فيصده ابادي کارولای شي. په دې کې د یوې کورنۍ لپاره ۱‍۰ لکه روپۍ دي. صحت انصاف کارډ د هغو خلکو لپاره دی چې په روغتونونو کې داخل وي یا ورته د داخلیدو ضرورت وي. بل اکثره خلک هغو روغتونونو ته د علاج لپاره ولاړ شي چې هغه د صحت انصاف بیمه نه مني نو اکثره بیا ترې خلک پیسې واخلي. نو ښه خبره دا ده چې اول دې له روغتونه معلومه کړي چې ایا هغوی پر صحت کارډ علاج کوي او که نه."
نوموړي زیاته کړه چې صحت بیمه په ځینو سرکاري او شخصي روغتونونو کې منل کېږي او خلک پرې په اسانۍ سره خپل علاج کولای شي.

د نیوز ورځپاڼې د یو راپور له مخې دا مهال په خیبر پښتونخوا کې ۶.۵ میلیونه کورنۍ او ۴۰ میلیونه وګړي د صحت انصاف بیمه لري.

په خیبر پښتونخوا کې ځینې خلک د صحت انصاف بیمې نه ډېر خوشاله دي خو ځینې بیا دا هم وايي چې د دې کارډ په اخېستو او علاج کولو کې مشکلات لري.

د دیر اوسېدونکې عاصره دا مهال د پېښور په یو روغتون کې د زړه اپریشن لپاره بستر ده.

هغه او کورنۍ یې د صحت انصاف کارډ نه ډېر خوشاله دي.

عاصره وايي، یې پر اپریشن یې دوه لکه روپۍ راتلې خو اوس د صحت انصاف کارډ له وجې به یې دا مفت کېږي.

"زه ناروغه یمه، زما د زړه مسله ده. ډاکټر وایي، اپریشن وکړی. په صحت کارډ مې زما علاج روان دی."


د مومندو اوسېدونکی علي مراد هم د صحت انصاف کارډ لري.

هغه وايي چې انصاف کارډ یې په اسانه ترلاسه کړی وو او اوس پرې دی او دغسې نور ضرورت منده خلک ډېر په اسانۍ سره علاج کولای شي.

نوموړی وايي: "د دې کارډ ګټه دا ده چې غریب خلک هم اوس په اسانۍ سره خپل علاج کولای شي. روغتون ته د ورتګ وروسته به هلته ځان رجسټرډ کړي، بیا ځینې روغتونونه فیس هم اخلي لکه داسې ۶۰۰ روپو پورې. او چې کله رجسټرډ شي نو بیا ټوله خرچه د صحت انصاف کارډ له لارې کېږي."

خو بیا د صوابۍ اوسېدونکی نعیم خان مشال راډیو ته وویل چې هغه د صحت انصاف بیمې لرولو باوجود په علاج کولو کې له مشکلاتو سره مخ شوی دی.

نعیم خان وايي: " په روغتون کې تا ته ویل کېږي چې لومړی د خپل کلي له روغتونه فارم راوړه. ناروغ به درته مړ کېږي او دوی به اول فارم غواړي بیا به درله علاج کوي. اکثره روغتون واله به دې داخل کړي، یوه اوونۍ درباندې تیره کړي، په هغې کې به په خپلو پیسو خوراک او دوایانې اخلې او د اپریشن وخت دې راشي نو درته به وايي چې اوس ۱۵ زره روپۍ اول راکړه او موږ به درله په صحت انصاف کارډ کې علاج وکړو. لکه رشوت رانه اخلي نو دا خو ظلم دی. زما د ټوټي اپریشن وو، ماسره یې دغه چل وکړو او راته یې وویل چې دا اپریشن په صحت کارډ کې نه شته. نو ما بیا مجبورا په شخصي روغتون کې په ۳۰ زره روپۍ بغیر د صحت بیمې اپریشن وکړ."


خو د صحت محکمې سیکرېټري امتیاز حسین شاه د نعیم خان تورونو په ردولو سره وویل چې د صحت انصاف بیمې سره تړلېي روغتونونه له ناروغانو هېڅ پیسې نه شي اخیستلای ځکه چې د هغوی ټول ریکارډ له حکومت سره شریک کېږي.

د حکومت بیمې ادارې صحت سهولت پروګرام پر خپله ویبپاڼه لیکلي که څوک دا معلومول غواړي چې هغه د بیمې حقداره دی او کنه نو خپل شناختي کارډ نمبر دې په ۸۵۰۰ ولېږي نو ورته به ټول معلومات د موباییل پیغام له لارې ترلاسه شي.

په خیبر پښتونخوا کې د صحت انصاف پروګرام د ۲۰۲۰ز کال د اګست پر ۲۰مه پیل شو چې د دغه صوبې نږدې ۶۰ لکه کورنیو ته به د څلورو پړاوونو په ترڅ کې د کورنۍ پرسر د علاج لپاره د کال لس لاکه روپۍ ورکول کېږي.

پروسږکال د خیبر پښتونخوا د صحت وزیر تیمور سلیم جګړا مشال راډیو ته وویل چې پر دې بیمه به د کال ۱۸ اربه روپۍ لګښت راځي.

XS
SM
MD
LG