د لاسرسي ځای

تازه خبر

کینسر ناروغي څه ته وایي؟


ډاکټران وايي، ځینې کینسرونه په بدن کې غوټه جوړوي، دا غوټې د بدن په مختلفو ځایونو کې جوړېدای شي، لکه په مغزو کې هم کېدای شي، په جګر کې هم کېدای شي، په سینه کې هم جوړېږي، او مختلف قسمونه یې وي.

هر کال په نړۍ کې د فېبرورۍ پر څلورمه د کېنسر ورځ لمانځل کېږي

ډاکټران وایي، د کېنسر ګڼ قسمونه دي خو که په وخت یې مالومات وشي نو د هر یو قسم علاج یې ممکنه دی.

په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان اټامک انرجي کمېشن لخوا په پنځو مرکزونو کې د کېنسر ناروغانو د علاج د مختلفو مرحلو چې پکې کېمو تېراپي او رېډېشېن شامل دي درملنه یې کېږي.

د پېښور په حیات اباد میډیکل کمپلکس کې د دیر ضلعې یو اوسېدونکی نوابزاده وایي چې د ۱۱ کلن زوی يې کېنسر دی خو ورته دا نه وه مالومه چې دغه زوی یې د کېنسر کوم قسم لري.

نوابزاده وایي، ډاکټرانو ورته ویلي ول چې د زوی له زړه سره یې نېږدې دانه جوړه شوې او کله چې یې پېښور ته د علاج لپاره راوست نو ورته مالومه شوه چې زوی یې کېنسر لري:

"د زوی نوم مې ابرار خان دی، لومړی اپرېشن یې د پېښور په لیډي رېډنګ روغتون کې وشو، دردونه به پرې راتلل، چې کله یې د دغه دانې ټېسټ وکړل شو نو مالومه شوه چې زوی یې کینسر لري."

د مالاکنډ پلۍ سېمې سره تعلق لرونکی سیاب خان وایي، د پلار یې کېنسر دی او اوس یې په پېښور کې علاج کوي: "زما د پلار به دردونه وو، د ګردې بیماري یې هم لرله، ټسټ مو ورله شوکت خانم روغتون ته ولېږو نو مالومه شوه چې د پلار مې کینسر دی."

کینسر ناروغي څه ته وایي؟

د پېښور ارنم روغتون چې یوازې د کېنسر یا سرطان د ناروغانو علاج کوي. د دغه روغتون مشر ډاکټر عاکف الله خان مشال راډیو ته وایي، زیاتره خلک داسې فکر کوي چې ګنې د کینسر جراثیم له بهره راځي.

داسې نه ده دا په بدن کې دننه ځینې داسې خلیې وي چې هغه د بدن د حکم منلو نه انکار وکړي.

چې کله دغه خلیې د بدن حکم نه مني نو دوی بیا خپله کوي. اصل کې د ځینو خلیو په زیات شمېر کې جوړېدل کینسر دی.

ځینې کینسرونه په بدن کې غوټه جوړوي، دا غوټې د بدن په مختلفو ځایونو کې جوړېدای شي، لکه په مغزو کې هم کېدای شي، په جګر کې هم کېدای شي، په سینه کې هم جوړیږي، او مختلف قسمونه یې وي.

په خیبر پښتونخوا کې د کینسر قسمونه

په پاکستان کې له تېرو درېوو کالو د شمېرو ترمخه په سړو کې د کینسر شرح ۴۴ فیصده ده او په ښځو کې ۵۶ فیصده ده.

ډاکټر عاکف الله وایي، په خېبر پښتونخوا کې په ښځو کې تر ټولو زیات د سینې کینسر دی.

په صوبه کې د تېرو درېوو کالو د شمېرو ترمخه د کینسر په ښځو مریضانو کې ۳۰ فیصده ښځې د سېنې کینسر لري، بیا د بچه دانۍ او مغزو کینسرونه په ښځو کې عام دي، دا شان په خیبر پښتونخوا کې په سړیو کې د وینې، مغزو او پراسټېټ کینسرونه زیات دي.

د خيبر پښتونخوا د پبلک هېلت اېسوسيیېشن د شمېرو ترمخه په صوبه کې هرکال تر ۱۵ زره زياتې ښځې د سينې په سرطان اخته کېږي.

د کینسر علاج

ډاکټران وایي، د هر قسم د کینسر علاج ممکنه دی، خو که چیرې په وخت یې علاج وشي.

د صوابۍ ۵۱ کلنه بي بي رڼا چې اوس د سینې له کینسره روغه شوې ده، وایي لس کاله یې وشول چې اوس یو صحت مند ژوند تېروي.

نوموړی وایي، کله چې ورته ډاکټرانو وویل چې دا د سینې سرطان لري نو ډېره سخته پرې تېره شوه خو په پېښور کې یې خپل علاج وکړ او اوس روغه ده.

ډاکټر عاکف الله خان وایي، اکثره خلک خپله معاینه نه کوي او چې کله ډاکټر له ورشي نو ناروغي یې په اخري مرحلو کې وي او هم دغه حال د کینسر دی.

ډاکټر عاکف الله وایي، که یو تن په بدن کې درد لري، یا یې چرته غوټه جوړه شوي وي، نو باید چې زر تر زره ډاکټر له ورشي او خپله معاینه وکړي.

ډاکټران وایي، که زر یې مالومات وشي نو د هر قسم سرطان علاج کېدای شي او خرچه پرې هم کمه راتلی شي.

د کینسر د علاج خرچه

ډاکټر عاکف الله وایي چې د کینسر هر قسم بېل بېل علاجونه لري. د هرې مرحلې علاج جدا دی، بیا د سرکاري روغتونونو او شخصي روغتونو جدا جدا خرچه ده.

د پېښور د شوکت خانم روغتون او څېړنیز مرکز ویاند عثمان مشال راډیو ته وایي په ۲۰۲۰ز کال کې د دوی روغتون ته ۴۴ زره مریضان ورغلي، او ۱،۴۷۸ مریضان پکې داخل شوي وو.

د پېښور د شوکت خانم روغتون د چندو ټولو مرستیال مشر اکرام الله مشال راډیو ته وایي، د دوی په روغتون کې د ۷۵ فیصده ناروغانو علاج وړیا کېږي.

نوموړی وایي، په خیبر پښتونخوا کې د دوی له روغتون سره هغسې مرستې نه کیږي، څنګ چې په پنجب او سند صوبه کې خلک کوي، خو بیا یې کوشش وي چې د غریبو او حقدارو درملنه تر څه حده وړیا وشي.

د دیر ضلعې نوبزاده چې دا وخت د پېښور په حیات اباد میډیکل کمپلکس کې د زوی علاج کوي وايي د زوی په علاج يې په لکونو روپۍ ورلګېدې خو خوشاله دی چې اوس یې زوی په ښه کېدو دی"پنځه لکه روپۍ قرضداری یم، خپلې ټولې پېسې هم د ده په علاج ولګېدې."

له افغانستانه د کینسر ناروغانو علاج

د پېښور د ارنم روغتون پخوانۍ مشره ډاکټر سفوره شاهد وایي، پېښور ته له افغانستانه هم ګڼ د کېنسر مریضان ورځي، نوموړی وایي باید د پاکستان او افغانستان حکومتونه د علاج لپاره خلکو ته د تګ راتګ سهولتونه زیات کړي، چې داشان خلک په وخت خپل مریضان روغتونونه نه بوځي:

"یوازې ارنم ته په دریو کې یوه برخه مریضان له افغانستانه راځي. د دغو مریضانو سره د علاج پوره خرچه هم نه وي."

په بیمارۍ کې باید د ښځینه یا نارینه ډاکټر توپیر ونشي: شهناز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:05 0:00

ډاکټر سفوره وایي باید د پاکستان او افغانستان حکومتونه د دغو مریضانو د وړیا علاج سره سره دوی ته په تګ راتګ کې هم اسانتیاوې ورکړي.

نوموړی وایي, د صوبې نورو شخصي او سرکاري روغتونونو ته هم له افغاستانه د کینسر مریضان ورځي.

په پېښور کې د دوایانو د یو دکان مالک مومن خان مشال راډیو ته وایي، په تېرو دوو کالونو کې د نورو دوایانو تر څنګ د کېنسر دوایانو قیمتونه هم سېوا شوي دي.

ایا کینسر په زیاتېدو دی

په خیبر پښتونخوا کینسر ایا په زیاتېدو دای؟

د کینسر په اړه د صحت د نړیوالې ادارې د څېړنیز مرکز پاکستان څانګې د شمېرو ترمخه په تېر ۲۰۲۰ز کال کې په ټول پاکستان کې د کینسر ۱،۷۸۳۸۸ نوي ناروغان راجسټر شوي دي، چې دا وخت یې د هېواد په بېلا بېلو روغتونونو کې درملنه روانه ده. په دغو کې څه باندې ۸۸ زره سړي دي او څا باندې ۹۰ زر درې سوه پکې ښځې شاملې دي.

بلخوا د پېښور د حیات اباد میډیکل کمپلکس د کېنسر وارډ کې یو کارکونکی ډاکټر اشفاق مشال راډیو ته وایي په حیات اباد میډیکل کمپلکس د کېنسر وارډ هر وخت له مریضانو ډک وي چې دا په صوبه کې د کېنسر ناروغانو شمېره هم ښیي:

"له موږ سره د هرقسم کینسر ناروعان داخل دي، په دې کې د وینې او سینې د کینسر ناروغان زیات دي، دې نه علاوه د کولمو، د خولې او ځیګر سره سره د کینسر نورو قسمونو ناروغان هم وي."

ډاکټر سفوره شاهد چې په پېښور کې د کینسر ناروغانو علاج کوي وایي د کورونا وایرس دوران هم په روغتونونو کې ډاکټرانو د کېنسر ناروغانو درملنه جاري ساتلې ده. په صوبه کې د کېنسر په اړه لا هم پوهې زیاتولو ته زیات ضرورت دی:

"سږ کال زموږ د ډاکټرانو نعره ده چې زه به علاج او پوهې دواړو لپاره کار کوم. په تېر ۲۰۲۰ز کال کې په روغتونونو کې ډاکټرانو د کورونا وبا دوران دوه دوه ډیوټیانې کړي دي، هم یې د کورونا وایرس د ناروغانو علاج کړی او هم یې د کینسر ناروغانو علاج جاري ساتلی."

ډاکټر سفوره وایي په خیبر پښتونخوا کې که د تېرو پنځو کالونو د کینسر د ناروغانو شمېرې ته وکتل شي نو په دغو کې زیاتوالی راغلی دې.

په خیبر پښتونخوا کې د کینسر روغتونونه

په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان ایټامک انرجي کمېشن لخوا په پنځو مرکزونو کې د کینسر ناروغانو د علاج د مختلفو مرحلو چې پکې کېمو تېراپی او رېډېشېن شامل دي درملنه یې کېږي.

په دغو کې تر ټولو لومړی د پېښور ارنم روغتون دی، د دغه روغتون مشر ډاکټر عاکف الله وایي، په اېبټ اباد کې د اينور په نوم یو مرکز دی، په سوات کې د سينور، په بنو کې بينور، په ډیرا اسماعیل خان کې د ډینور په نوم مرکزونه شته، چې پکې د کینسر ناروغانو علاجونه کېږي. او د هغه کینسر چې علاج یې په دوایانو یا اپرېشن ممکنه وي نو په حیات اباد میډیکل کمپلکس کې د دوی لپاره یو وارډ هم شته.

د دې نه علاوه په خیبر پښتونخوا کې په دوو شخصي روغتونونو کې هم د سرطانونو درملنه کېږي.

هر کال د فېبرورۍ پر څلورمه نېټه په نړۍ کې د کینسر یا سرطان ورځ لملنځلی شي،ډاکټران وایي، باید د کېنسر په اړه په ولس کې د پوهې زیاتولو لپاره زیات کار وشي چې داشان یې په وخت د مالومولو وروسته زر تر زره علاج پېل شي.

XS
SM
MD
LG