د لاسرسي ځای

تازه خبر

ږوب کې د یوه دولس کلن هلک د وژنې خلاف هړتال او لاریون


په ږوب ښار کې په زرګونه کسانو د یوه ۱۲ کلن هلک د وژنې خلاف لاریون وکړ. ۲۰۲۱، ۰۱ فبروري
په ږوب ښار کې په زرګونه کسانو د یوه ۱۲ کلن هلک د وژنې خلاف لاریون وکړ. ۲۰۲۱، ۰۱ فبروري

له کوټې څخه ۳۳۷ کلومیټره لیرې و شمال ختیځ لور ته د بلوچستان په ږوب ښار کې د ږوب ایکشن کمیټي پر غوښتنه د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه (نن) هړتال دی او په لوی شمېر کې ولس یو احتجاجي لاریون وکړ.

دوی له حکومت څخه د یوه ۱۲کلن هلک عصمت الله ساپي په وژنه ککړو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوله.

بلخوا بېګا شپه ناوخته پولیسو د عصمت الله ساپي د قتل په تور یو کس عبدالستار له لکه بند کبزي سیمې څخه نیولی دی.

د پولیسو په وینا پر عبدالستار تور دی چې د دوو نورو ماشومانو په جنسي تېري او وژنو کې هم ککړ دی.

د ږوب د پولیسو ایس ایچ او شېر علي مندوخېل مشال راډیو ته وویل چې عصمت الله یې وژلی او وروسته یې د هغه مړی سوځولی دی.

د عصمت الله ساپي مړی تېره ورځ د جنورۍ پر ۳۱مه له ږوبه بهر په یوه ویرانه کې موندل شوی وو. دی د جنورۍ پر ۲۸مه نېټه د ږوب له بازاره تری تم شوی وو. د ښار په پټو کېمرو کې ښکاري چې دی له خپلې لاسي رېړۍ سره په یوه کس پسې روان دی. وژل شوي ماشوم د لاسي رېړۍ چلوله او خپل کور ته یې ګوله ډوډۍ په موندله.

د عصمت الله ساپي خپلوانو د هغه مړی له موندلو وروسته د جنوري په ۳۱مه نټه د ږوب بازار و کمال خان چوک ته وړی وو او هلته یې د کوټې - ډیره اسماعیل خان سړک د احتجاج په توګه بند کړی وو.

دوی د پېښې اېف ای ار نه درجولو خلاف لاریون کاوه او په وژنه کې د ککړ تن د زر نیولو غوښتنه یې کوله. وروسته پولیسو اېف ای ار درج کړ.

په ږوب کې یوه وکیل اختر شاه له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې په پېښه کې ککړو کسانو ته به د سزا ورکولو لپاره ټوله قانوني ګامونه پورته کوي.

د یادوني وړده چې پروسږکال د کوټې په ګډون د بلوچستان په بېلا بېلو برخو کې له ماشومانو سره د جنسي تېري تر ۲۵ زیاتې پېښې رپورټ شوې وې، چې پکې په پښین او قلعه عبدالله کې درې (۳) ماشومان له جنسي تېري پس په ناترسۍ وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG