د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د يوه ماشوم د جنسي ځورنې تازه ويډيو


په جنسي توګه ځورول شوی ماشوم (ارشېف عکس)
په جنسي توګه ځورول شوی ماشوم (ارشېف عکس)

په پاکستان کې په تازه ويډيو کې يو استاد ښودل شوی چې د زده کړو ورکولو پر مهال خپل شاګرد په جنسي توګه ځوروي.

ويډیو د اکتوبر پر ۲۸ مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو خپره شوه.

د پاکستان جيو نيوز ويبپاڼه ليکي چې دا ويډیو ددې ماشوم پلار له هغه وروسته جوړه کړه چې زده کوونکيو د خپل استاد د ناوړه جنسي چلند په اړه خپلو ميندو او پلرونو ته شکايت وکړ.

د ويډیو تر خپرېدو وروسته پر ټولنيزو رسنيو د خلکو او په تيره بيا د بشري حقونو فعالانو سخت غبرګون ښودلی دی.

خو دا د جنسي تېري لومړۍ پېښه نه ده بلکې د ماشومانو د حقونو خونديتوب يوې غير حکومتي ادارې سپارک مشر جهانزيب خان وايي، په دې هېواد کې هره ورځ شپږ ماشومان له جنسي او بدني ځورونو سره مخامخ کیږي.

نوموړی زياتوي چې مېندي او پلرونه بايد خپل ماشومان له استادانو سره يوازې پرې نږدي بلکې د زده کړو پر مهال هلته موجود وي.

دده په خبره،

" څېړنې ښيې چې له ماشومانو سره په جنسي تېري کې زياتره وخت استادان يا د ماشوم ډېر نږدې خپلوان ښکېل وي."

په پاکستان کې ډېر خلک خپلو ماشومانو ته د ديني او عصري زده کړو لپاره شخصي استادان په پیسو نیسي.

له ماشومانو سره د جنسي ځورونو ستونزه يوازې له قاريانو او امامانو سره نه ده تړل شوې بلکې دا يوه ټولنيزه مسيله ده.
ډاکټر قبله اياز

داسې ليدل شوي چې استادان يا د ماشومانو يا بيا ماشومان د استادانو کورونو ته ورځي چې زياتره وخت هغوي يوازې سره ناست وي.

د ماشومانو د حقونو فعالان وايي چې ميندې او پلرونه استادان وګماري خو وروسته ورباندې نظر نه ساتي.

جهانزيب خان د اکتوبر پر ۲۹ مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې په دې لړ کې تر ټولو لويه ذمه واري د کورنيو د مشرانو جوړېږي.

په پاکستان له ماشومانو سره د جنسي ځورونو ضد قانون شته خو جهانزيب خان وايي چې لویه ستونزه پر قانون د عمل کولو ده.

د جنسي تيري په اړه تازه ويډيو کې ښودل شوی کس يو قاري ياد شوی.

تردې وړاندې هم داسې ويډيوګانې مخې ته راغلې چې پکې د جمات امامان له ادعا سره سم په دغسې کړنو کې ښکېل ښودل شوي دي.

خو د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل مشر ډاکټر قبله اياز وايي چې له ماشومانو سره د جنسي ځورونو ستونزه يوازې له قاريانو او امامانو سره نه ده تړل شوې بلکې دا يوه ټولنيزه مسيله ده.

نوموړی زياتوي چې دوی په دې تړاو څو ورځې له مخه يوه غونډه کړې وه چې د ماشومانو د حقونو فعالان، نفسياتي ماهرين او ديني عالمان وربلل شوی ول.

دده په خبره چې په غونډه کې له ماشومانو سره د جنسي تېريو په اړه تفصيلي بحث وشو چې سپارښتنې به يې دویپه يوه مياشت کې په ډاګه کړي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اکتوبر پر ۲۸ مه نېټه په لاهور کې د يوې غونډې پر مهال د پنجاب وزيراعلی او نورو لوړ پوړو چارواکيو ته حکم وکړ چې له ماشومانو سره د جنسي ځورونو په اړه يوه تګلاره جوړه کړي.

د پاکستان په لاهور ښار کې د ماشومانو د جنسي ځورونو پرضد مظاهره ( ارشېف عکس)
د پاکستان په لاهور ښار کې د ماشومانو د جنسي ځورونو پرضد مظاهره ( ارشېف عکس)

نوموړي ويلي چې چارواکي دې د سکول استادان، ديني عالمان او مېندو او پلرونو ته د جنسي ځورونو د مخنيوي په اړه د پوهاوي ترڅنګ روزنه ورکړي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره فعاله سازمان ساحل د ۲۰۱۸ م کال په کلني رپورټ کې ويلي چې په دې هېواد کې ۳۸۰۰ ماشومان له جنسي ځورونو سره مخامخ شوي ول.

سازمان وايي، هغه هلکان چې عمرونه يې د شپږ او پنځلس او هغه نجونه چې عمرونه يې د شپاړس او اتلس کالونو په منځ کې وي د جنسي ځورونو له خطر سره زيات مخامخ وي.

XS
SM
MD
LG