د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوښار کې یوه ماشومه مړه موندل شوې، ملزم ګرفتار


نوښار
نوښار

د نوښار ضلعې په کاکا صیب زیارت کلي کې د دوشنبې/ګل پر ورځ یوه اووه کلنه ماشومه عوض نور مړه موندل شوې ده.

د پولیسو یوه ځايي چارواکي افسر علي په دوشنبه ناوخته مشال راډیو ته وویل، د ماشومې کورنۍ لخوا له رپورټه پس چې یې هغوی لټون پیل کړو نو د هغې جسد یې د اوبو په یوه ټانکۍ کې وموندلو.

نوموړي وویل، د ماشومې قاتل یې نیولی او لومړنۍ پلټنې ښيي چې جنسي تېری نه دی ورسره شوی.

دی زیاتوي چې ټېسټونه یې یوې بلې لیبارټرۍ ته استولي دي چې له هغې څخه نورې نتیجې هم ترلاسه کړي.

د عوض نور یوه ماما مشال راډیو ته وویل، تورن تن د هغوی په ورکړل شوي کور کې د همسایه په توګه اوسېده.

په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو حقونو لپاره کارکونکې ادارې ګروپ ډیولیپمېنټ پاکستان غړی عمران ټکر وايي په ۲۰۱۸ کال کې په پاکستان کې تر څلورو زرو زیات ماشومان د جنسي تېري ښکار شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG