د لاسرسي ځای

تازه خبر

چونیا کې د ماشومانو په جنسي تېري او وژنو تورن ګرفتار: پنجاب حکومت


د پنجاب اعلا وزير ويلي دي د قصور ضلعې په چونيا تحصيل کې د څلورو ماشومانو په وژنه ککړ تن یې له پېژندګلو پس له رحيم يار خانه نیولی دی.

عثمان یزدار د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په لاهور کې یوې خبري غونډې ته وويل، د سږني کال په جون، اګست او سېپټېمبر مياشتو کې په چونيا تحصيل کې له ۸ تر ۱۲ کلونو پورې ۴ ماشومان د جنسي تېري پس وژل شوي ول چې پکې د درېوو ماشومانو هډوکي او د يوه ماشوم مړی موندل شوی وو.

د نوموړي په وينا په چونيا کې د نیول شوي تورن کس ۲۷ کلن سهېل شهزاد دی او د هغه کېس د ترهګرۍ مخنيوي عدالت ته لېږل شوی او هره ورځ به يې اوريدنه کيږي.

د ذکر ده چې د پنجاب په قصور ضلع کې له تېرو څو کلونو راهیسې له ماشومانو سره د جنسي تېري ګڼې پېښې کېږي. د ۲۰۱۸ ز کال په جنورۍ مياشت کې ۶ کلنه زینب له جنسي تېري وروسته وژل شوې وه. د هغې وژنې په ټول ملک کې غوسه زاپارولې وه او د زینب قاتلانو نيولو لپاره خلکو احتجاجي مظاهرې هم کړې وې.

له دې وړاندې په ۲۰۱۵م کال هم د قصور په حسین خان والا سيمه کې ماشومانو فحش ويډيوګانې جوړونکې يوه ډله نيولې شوې وه او له ولکې څخه يې د لسګونو ماشومانو داسې ويډيوګانې ترلاسه شوې وې چې پکې ماشومان په جنسي عمل کولو مجبورا کړې شوي ول.

یوه بله ماشومه فرشته مومند هم د مې پر ۱۵مه له اسلام اباده ورکه شوې وه او د مې پر ۲۰مه يې مړی موندل شوی وو. د هغې د وژنې پرضد یې د کورنیو غړیو او ځايي خلکو په ترامړي چوک کې احتجاج هم کړی وو. د فرشتې مومند د کورنۍ غړيو د ورکړیو مالوماتو پس پولیسو د جون پر ۲۱مه نېټه يو مشکوک تن چې نثار نومېږي ونيولو نو هغه د ریمانډ (پوښتنو ګروږنو) پر مهال خپل جرم ومنلو.

مشال راډيو چې د ماشومانو د حقونو يو فعال امتياز احمد نه تپوس وکړو چې د جنسي تيري دا پيښې ولې رامخې ته کيږي؟ او مخنيوې يې څنګه ممکن دې؟ نو نوموړې وايي د داسې پيښو بيلا بيل لاملونه دي چې پکې ذهني ناروغي، انتقامي جذبه، په خلکو کې د پوهاوی کمی او د میندو او پلرونو له خپلو بچو سره يوځای زيات وخت نه تېرول دي.

د نوموړي وينا وه، د دې پېښو مخنيوي لپاره حکومت ته د کوټلې قانون سازۍ کولو سره په موجوده قوانينو په سختۍ سره عملدرامد کول پکار دی.

د يادونې ده چې د سېپټمبر پر ۲۸مه نېټه د خیبر پښتونخوا په مردان کې د فرحان الله نومې ماشوم مړی موندل شوی وو چې تشدد ورباندې شوی او کورنۍ يې شک کوي چې پر هغه جنسي تېری شوی دی.

له دې وړاندې هم په مردان، نوښار او د صوابۍ ضلعو په ځينو برخو کې يوشمير ماشومان له تشدد او جنسي تېري وروسته وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG