د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېزي سینډلر د ازادې اروپا رېډيو سرپرسته مشره شوه


ډېزي سينډلر د ازادې اروپا د راډیو سرپرسته مشره ټاکل شوې.
ډېزي سينډلر د ازادې اروپا د راډیو سرپرسته مشره ټاکل شوې.

د امریکې د نړيوالو رسنيوو ادارې، يو ايس اې جي ايم ډېزي سينډلر د ازادې اروپا رېډيو سرپرسته مشره وټاکله. همداراز د دې ادارې تر لاندې کارکوونکو نورو رسنيوو لپاره هم نوي سرپرست مشران او مشرانې غوره شوي دي.

د یو ایس اې جي ايم سرپرستې مشرې، کېلو چاو د جنورۍ په ۲۴مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي‌ چې تر دې وروسته به د ازادي اسيا د رېډيو مشره، بې فانګ او د منځني ختيځ د خپرونو مشره به کيلي سوليوان وي. چاو زیاته کړې: ((زه پر دې مشرانو پوره باور لرم چې مسلکي، خپلواکه او په توازن ولاړه خبریالي به يقني کړي.))

چاو د جنورۍ په ۲۲مه د ازادې اروپا رېډيو مشر، ټيډ ليپين له دندې ليري کړ. تر دې يوه ورځ مخکې یې د امريکا غږ مشر او مرستيال هم له دندو ليري کړي وو.

دا بدلونونه تر هغه وروسته شوي چې جوبايډن د جنورۍ په ۲۰مه د امریکې نوي ولسمشر په توګه د سوګند کولو وروسته، د يو ایس اې جي ايم له مشر، مايکل پېک څخه استعفا واخیسته. پېک د تېر ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا پر دې دنده لګول شوی وو. د نوموړي پر پاليسيوو د امريکې د دواړو ګوندونو، ډيموکرېټ او ريپبليکن ځينو غړو نيوکې کولي. پر مايکل پېک له دې امله هم ډير تنقید شوی چې نوموړي هغه قانون ختم کړ چې د امريکې په مالي مرسته چليدونکو رسنيوو ازادي یې خوندي‌کوله.

د یو ایس ایې جي ايم نوې سرپستې مشر، کېلو چاو د مشرانو هغه بورډ هم ختم او پر ځای یې نور کسان مقرر کړل چې د مايکل پېک له خوا په دندو لګول شوي وو.

يو ایس اې جي ايم ۸۰۰ ميليونه ډالره کلني بجټ‌لري. امريکا غږ، د ازادې اروپا رېډيو، د منځني ختيځ خبري شبکه، د ازادې اسيا رېډيو او د کيوبا لپاره خپرونې د دې ادارې تر چتر لاندې راځي. په دوی کې امريکا غږ او د کيوبا لپاره خپرونې د امريکې د حکومت ملکيت دی خو پاتې نورې شخصي رسنۍ دي چې د امريکا کانګرس له خوا یې مالي‌مرسته منظورېږي. مشال راډيو د ازادې اروپا راډيو برخه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG