د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او پاکستان لاهم د خبریالانو لپاره خطرناک هېوادونه: ار اېس اېف


کابل کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ د ډزو پر مهال خبریالانو څان خوندي کوي: ۲۰۰۹ کال
کابل کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ د ډزو پر مهال خبریالانو څان خوندي کوي: ۲۰۰۹ کال

د بې پولو خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) وايي، افغانستان او پاکستان د رسنیو د کارکوونکو لپاره د تر ټولو خطرناکو هېوادونو په قطار کې دي.

سږکال په افغانستان کې پنځه او په پاکستان کې څلور خبریالان وژل شوي دي.

سازمان وايي، سږکال په ګرده نړۍ کې په روان زېږدیز کال کې له رسنیو سره تړلي شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي دي.

پاریس مېشتي سازمان د ډېسېمبر پر ۲۹مه په نوي راپور کې ویلي، خبریالان له کسته وژل شوي ځکه چې هغوی د درغلیوو، منظمو جرمونو او یا هم د اب او هوا پر ستونزو راپورونه جوړول.

د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي، سږ کال په نړۍ کې د وژلیو خبریالانو شمېر له پروسږکاله کم دی.

په ۲۰۱۹ز کې د وژلیو خبریالاتو شمېر ۵۳ وو.

سازمان وايي، د دې وجه دا ده چې د کورونا وایرس وبا له وجې خبریالان ساحو ته په کم شمېر کې تلل.

سږکال هم مکسیکو په نړۍ کې د خبریالانو لپاره ترټولو خطرناک هېواد و، هلته اته خبریالان وژل شوي دي.

په عراق کې شپږ خبریالان وژل شوي دي. په دوی کې د هېڅ یوه د وژنې پلټنې نه دي شوې او نه یې هم څوک پر سر سزا شوي دي.

رپورټ وايي، هغه خبریالان چې د نشيي توکیو قاچاقولو او یا پر سیاستوالو راپورونو کاږي، له ځانګړي خطر سره مخامخ دي.

په جنګ ځپلي افغانستان کې سږکال د وژل شویو خبریالانو هېڅ یوه وژونکي پته و نه لګېده.

د بې پولې خبریالانو سازمان وايي، په دغه هېواد کې پر رسنوالو هدفي بریدونه په دا ورستیو میاشتو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په ترڅ کې زیات شوي دي.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ډېسېمبر پر ۲۸مه په یوه بیان کې خبریالانو، په تېره بیا، ښځینه خبریالانو ته د ګواښونو په اړه اندېښنه وښوده.

کمېسیون ویلي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ډېر شمېر ښځینه خبریالانې اړ شوې چې خپل مسلک ته شا واړوي.

دغه کمېسیون پر خبریالانو او د مدني ټولنې پر فعالانو د حملو په اړه په تحقیقاتو او د بریدونو د عاملانو په نیولو کې حکومت پاتې بللی دی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې او امریکا استازولیو پر افغان خبریالانو په برید کې له ښکېلو کسانو سره د حساب او عدالت ته د راکاږلو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د امریکا سفارت د ډېسېمبر پر ۲۸مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي د تېرو دوو لسیزو تر ټولو مهمه بریا ده او د رسنیو پر کارکوونکو بریدونه باید ودرول شي.

اروپايي ټولنې هم په افغانستان کې پرخبریالانو بریدونو ته په اشاره پر خپله ټوېټرپاڼه هیله څرګنده کړې چې د ژغورنې لپاره یې اغېزناک اقدامات وشي.

یادې ټولنې زیاته کړې چې پر خبریالانو د برید کوونکو پرضد باید بې توپیره ګامونه پورته کړل شي.

XS
SM
MD
LG