د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سرکار دې د بریتانیا د دوو خبري ادارو بدنامولو کمپاین ودروي: بې پولې خبریالان


د بې پولو خبریالانو سازمان پر پاکستان سرکار غږ کړی چې د دوو برېتانوۍ ميشته خبري ادارو پرضد د کرکې او بدنامولو له کمپاينه د لاتعلقۍ اعلان وکړي او له هغو ادارو سره کارکونکو خبریالانو ته د ګواښونو مخه ونیسي.

د جنورې پر ۱۴مه سازمان په یوه بیان کې ويلي، چې له تېرو دوو اونيو راهیسې په زرګونو انټرنيټ کارونکو د بي بي سي اردو او انډيپنډنټ اردو خبري ادرو نه د بايکاټ غږ کړی دی.

د یاد سازمان د اسيايي هېوادونو لپاره مشر ډينيل بسټرډ په دغه بیان کې ويلي چې، انټرنيټي ځورونکو د کرکې دا کمپاين د پاکستان د لوړ پوړو پوځي چارواکو په لمسون پیل کړی دی چې نه یوازې د بیان ازادي ګواښي بلکې د مرګ له ګواښونو سره مخامخ خبریالانو لپاره سخت خطرناک دی.

سازمان وايي چېد خبریالانو د وژنې غږ چې موخه يې د چارواکو د منتقيدونو ويرول او غليکول دي، په هېڅ ډول د قبلولو وړ نه ده.

د پاکستان حکومت او پوځ د بې پولو خبریالانو سازمان د تازه بیان په اړه څه نه دي ويلي خو په تېرو وختونو کې يې پر خبر یالانو او رسنیو د محدوديتونو تورونه رد کړي.

له دې پرته، د پاکستان د بشري حقونو وزارت وايي، د خبریالانو د ساتنې لپاره یې یوه قانوني مسوده جوړه کړې چې په ۲۰۲۰ز کال کې وفاقي کابینې او د قانون او انصاف وزارت منظوره کړه چې د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزارت تر منظورۍ وروسته به پارلېمان ته وړاندې شي.

د سازمان په خبره پاکستان د بیان د ازادۍ له پلوه د ۱۸۰ هېوادونو په فهرست کې په ۱۴۵م نمبر دی.

XS
SM
MD
LG