د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږکال د پاکستانیو خبریالانو معاشي قتل وشو: افضل بټ


اسلام اباد کې د خبریالانو لاریون: ۲۰۲۰، ۱۱م نومبر
اسلام اباد کې د خبریالانو لاریون: ۲۰۲۰، ۱۱م نومبر

د بې پولې خبریالانو سازمان (رپوټرز ود اوټ بارډرز) د ۲۰۲۰ کال په خپل راپور کې ویلي چې پاکستان او افغانستان د میډیا کارکونکیو لپاره د تر ټولو خطرناکو هېوادونو په لسټ کې دي.

په ۲۰۲۰م کال کې په افغانستان کې پنځه خبریالان او په پاکستان کې څلور خبریالان د خپل کار له وجې وژل شوي دي.

د پاکستان خبریالانو فېډرالي اتحادیې (بي اېف یو جی) پخواني مشر مشر افضل بټ د ډېسمبر پر ۲۹مه مشال راډیو سره په خبرو کې د ار اېس اېف د تازه راپور په اړه وویل ۲۰۲۰ کال په ډېرو حوالو سره په پاکستان کې د خبریالانو لپاره یو سخت او مشکله کال وو.

''په ۲۰۲۰ ز کال د پاکستان په تاریخ کې د میډیا لپاره یو بدترین کال وو، پخوا هم پر خبریالانو بندیزونه لګول شوي وو، هدفي بریدونه پرې شوي دي. دوی ته دړکې ورکړل شوې وې، خو چې په کوم منظمه طریقه په ۲۰۲۰ م کې خبریالان په نښه شول داسې پخوا نه دي شوي، د ټولو لومړی خو یې د خبریالانو معاشي قتل وکړ، په دې موده کې دوه وارې د خبریالانو په تنخاګانو کې کمی وکړل شو، ډېر یې د کار په دوران کې فارغه کړل، ډېرو ته له نالومو نمبرونو ټیلیفونونه وشول. هغه خبریالان چې د بشري حقونو جنګ یې خپل جنګ ګڼلو، او د اظهار ازادۍ لپاره یې غږ پورته کولو هغه یې په مالي لحاظ دومره په نښه کړل چې دوه وخته ډوډۍ ګټل ورته ګرانه شوه، کورونا وبا د خبریالانو مشکلات لا زیات کړل، تاسو ویلی شئ چې ۲۰۲۰ کال د پاکستاني مېډیا لپاره بدترینه هغه وو.''

د بلوچستان خبریالانو اتحادیي (بي یو جی) سېکتر رشید بلوڅ د ډېسمبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل د تېرو کالونو په نسبت په ۲۰۲۰ کال کې د خبریالانو د وژنو پېښې کمې شوي دي خو د کار په دوران د دوی مشکلات لا هم پر خپل ځای دي: ''سږکال د خبریالانو د وژنې پېښې کمې شوي دي، لکه په ۲۰۱۳، ۲۰۱۴ او ځینو نورو کالونو کې په بلوچستان کې د خبریالانو د وژنو ګڼې پېښې شوي دي، خو په ۲۰۲۰ کې په مقامي کچه د ځینو راپورونو ورکولو وروسته پر خبریالانو د تشدد پېښې مخې ته راغلي او پرضد یې مقدمې هم درج شوي دي.''

د وزیرستان د خبریالانو اتحادیې او وزیرستان پرېس کلب جنرل سېکټري احسان داوړ د ډېسمبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل په ۲۰۲۰م کال د قبایلي خبریالانو په مشکلاتو کې څه کمی نه دی شوی: ''د قبایلي خبریالانو لپاره په ۲۰۲۰ م کال کې څه فرق نه دی راغلی، د ترهګرۍ ضد جګړه کې د قبایلو ۱۵ خبریالان وژل شوي دي، تر اوسه د دغو وژنو په اړه څه راپور نه دی راغلی او نه څوک نیول شوي دي. سږکال هم زموږ امنیتي او مالي مشکلات پر خپل ځای وو، او د کورونا وبا له وجې هم زموږ ډېرو ملګرو خپل روزګار وبایلو، دا زموږ لپاره یو دروند کال وو.''

د پاکستان حکومت په بیا بیا ویلي چې په هېواد کې رسنۍ تر هېڅ محدودیت لاندې نه دي.

له دې پرته وزیراعظم عمران خان ویلي چې د هېواد رسنۍ له بشپړې ازادۍ برخمنې دي.

د پاکستان د شخصیو رسنیو مالکان وايي، د سوداګریزو خبرتیاوو نشتوالي له وجې یې مالي مشکلات زیات شوي او د رسنیو ځینې کارکوونکي یې له دندو ګوښه کړي او یا یې تنخاګانې ورکمې کړې دي.

خو د پاکستان حکومت وايي، د رسنیو له مالکانو سره یې خبرې کړي چې ګوښه کارکوونکو ته دندې ورکړي او د نورو کارکوونکو تنخاګانې پر وخت ورکړي.

له دې پرته حکومت ژمنه کړې چې د خبریالانو د تښتونو، ځورونو او وژنو قضیې څېړي او پکې ککړ کسان د قانون منګولو ته سپاري.

XS
SM
MD
LG