د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کانګریس غړو د ازادې اروپا راډیو نشریاتو ته د خطر پېښولو په صورت کې پر روس د نویو بندیزونو غوښتنه کړې 


د جنورۍ پر ۲۲مه، لېکل شوي خط کې د ولسمشر جو بايډن پر ادارې دا غږ هم شوی چې په بیلاروس کې د ازادې اروپا ، ازادۍ راډيو نشريات پیاوړي کولو لپاره دې لا نور ګامونه پورته کړي.
د جنورۍ پر ۲۲مه، لېکل شوي خط کې د ولسمشر جو بايډن پر ادارې دا غږ هم شوی چې په بیلاروس کې د ازادې اروپا ، ازادۍ راډيو نشريات پیاوړي کولو لپاره دې لا نور ګامونه پورته کړي.

د امريکا په کانګرس کې د ډیموکراټ او رپبلکن ګوند غړو په هغه صورت کې پر ماسکو د نويو بندیزونو غوښتنه وکړه چې که کريملین د سختو بنديزونو او جرمانو سزا د اقدام په عملي کولو سره په روس کې د ازادې اروپا ، ازادۍ راډيو نشريات له ګواښ سره مخامخ کړي.

د جنورۍ پر ۲۲مه، لېکل شوي خط کې د ولسمشر جو بايډن پر ادارې دا غږ هم شوی چې په بیلاروس کې د ازادې اروپا ، ازادۍ راډيو نشريات پیاوړي کولو لپاره دې لا نور ګامونه پورته کړي.

په بيلاروس کې د تېر کال له اګست میاشتي راهېسي د اليګساندر لوکاشینکا تر بیا انتخابیدو وروسته د حکومت ضد لاریونونه ترسره شوي دي.

اپوزيشن ډلې وايي چې په انتخاباتو کې درغلۍ شوې وې او د لویدیځ زياترو هېوادونو د لوکاشینکا د حکومت په رسمیت له پیژندلو انکار کړی دی.

د روس د رسنیو تنظیمونکي ادارې - روسکوم نازدور - په روانه میاشت کې اعلان وکړ چې په روس کې د ازادې اروپا ، ازادۍ راډيو په سلګونو زره ډالر جرمانه کوي.

دې ادارې تور پورې کړي وو چې رسنيزي اداري د دې هېواد "بهرني ايجنټ" نومې قانون له مخې چې کوم محدودیتونه يې لګول شوي هغه نه مراعتوي.

د دي ترڅنګ د دغه قانون ځینې هغو خبري سازمانونو کارونه لا نور سخت کړي چې له بهره پانګې ترلاسه کوي.

د دې قانون له وجې د ازادې راډيو ، ازادۍ راډيو خبريالان د مقدمو د جوړيدو له خطر سره مخامخ دي.

د دې لیک لاسلیک کوونکو د ډيموکراټ او رپبلکن ګوند دوو لوړ پورو غړو ګریګ میکس او مایکل ميککول ويلي چې "که ماسکو دا ګامونه جاري وساتي، نو بیا موږ تيار یو چې د روس په اړه د موجوده قوانين په پام کې نیولو سره ستاسو له ادارې سره کار وکړو او سزا ورکړو."

د کانګرس درې نورو غړو هم دغه ليک لاسلیک کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG