د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستیو ښځو د خبریالانو او ولسي وګړو د ژوند د خوندیتوب غوښتنه وکړه


دوی وايي، تېر کال په ټوله کې د افغانستان خبریالانو، فعالانو او ولسونو لپاره له امنیتي ننګونو، وژنو او نورو ستونزو ډک وو.

د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د خوست یو شمېر ښځو په یوه غونډه کې د خبریالانو، مدني فعالانو او ولسي وګړو په مرګ ژوبلې اندېښنه څرګنده کړه او له افغان حکومت يې وغوښتل، چې د هغوی د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه ډېره کړي.

دوی تېر ۲۰۲۰ز کال په افغانستان کې د خبریالانو، مدني فعالانو او ولسي خلکو لپاره له ستونزو او امنیتي پيښو ډک وباله او هیله يې وکړه، چې نوي زیږدیز کال کې به، د جګړې ښکیل لوري دایمي اوربند او د سولې یوې هوکړې ته ورسیږي.

په خوست کې لسګونو ښځو په یوه ناسته کې د جګړې له ښکیلو خواوو غوښتنه وکړه، چې د خبریالانو، مدني فعالانو او ولسي وګړو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.

دوی وویل، تېر کال په ټوله کې د افغانستان خبریالانو، فعالانو او ولسونو لپاره له امنیتي ننګونو، وژنو او نورو ستونزو ډک وو.

یاده غونډه چې د ښځو د ملي ارمان ټولنې په بلنه جوړه شوې وه، مشرې يې زینب افغان وویل، خبریالان د ټولنې هغه قشر دی، چې تل يې د ولس غږ ته انعکاس ورکړی او په مسایلو کې بې طرفه پاتې شوي دي.

زینب افغان زیاته کړه:"په وروستیو ۲ میاشتو کې زموږ یو شمېر خبریالان وروڼه چې تل يې د بیان د ازادۍ لپاره کار کړی او د ولس غږ يې تر چارواکو رسولی، په موضوعګانو کې بې طرفه پاتې شوي دي، د هغوی وژنه موږ په کلکو ټکو کې غندو، ددې تر څنګ د مدني فعالانو وژل هم غندو، ځکه دوی تل بې امتیازه د ولس غږ اوچت کړی دی."

دوی وايي، افغان حکومت باید له پيښو مخکې د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب په برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي.
دوی وايي، افغان حکومت باید له پيښو مخکې د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب په برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي.


ښځینه فعالانو په مشخص ډول له افغان حکومت هم وغوښتل، چې د خبریالانو، فعالانو او د ولسي وګړو د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه ډېره کړي.

د نورین په نوم یوې مدني فعالې وویل، د جګړې دواړه خواوې دې، په اول ګام کې اوربند او وروسته سولې ته تیاری وښيي.

دې زیاتوي، افغان حکومت باید له پيښو مخکې د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب په برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي.

د شګوفه په نوم بله مدني فعاله بیا وايي، تېر زیږدیز کال کې وژنې او ورته نورې ډېرې پيښې وشوې.

نوموړې هیله وښوده، چې نوی ۲۰۲۱ زکال به په افغانستان کې د دایمي امن او سولې کال وي، او بالاخره به د خبریالانو او ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونیول شي.

د بلقیس په نوم یوه مدني فعاله وي، ۲۰۲۰ ز کال نه یوازې خبریالان، بلکې په دې کال ښځې، محصلان او د ټولنې نور بې دفاع قشرونه په نښه شول.

دې زیاتوي، دا منطقي نه ده چې له یوې خوا دې خبرې روانې وې او بلخوا دې چاودنې کیږي او په هدفي وژنو کې دې خبریالان او ولسي خلک په نښه کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له شاوخوا ۲ میاشتو میاشتې راهیسې په هلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال محمدالیاس داعي، د طلوع نیوز پخوانی ویاند یما سیاووش، په ننګرهار کې د انعکاس راډیو ټلویزیون خبریاله ملاله میوند، په غزني کې د خبریالانو د ټولنې مشر رحمت الله نیکزاد او د هغې په تعقیب کابل کې په یو وسله وال برید کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر یوسف رشید ووژل شول.

افغان حکومت مخکې ویلی ول، چې د الیاس داعي او ملالې میوند وژونکي یې نیولي او تازه یې ویلي چې د الجزیرې د خبریال رحمت الله نېکزاد وژونکي یې هم نیولي دي.

XS
SM
MD
LG