د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملالې ته په ګواښ مې "ځان ډېر کمزوری محسوس کړ": یوسفزی


د مشال مرکه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې مو د نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ له پلار ضیا الدین یوسفزي سره خبرې کړې دي.

دا مرکه، له نوموړي سره له شویو پخوانیو هغو په دې مختلفه ده چې پکې د یوسفزي د کوچنیوالي، زده کړو او بیا د هغه په ټولنیز – سیاسي فکر او نظریې کې د ودې یا ارتقا او بدلونونو په اړه مفصلې او جامع خبرې شوې دي.

په بله معنا، دا مرکه د یوسفزي د ژوند د درې مهمو پړاوونو ګرد څرخي چې لنډیز یې داسې ورکولای شو:

۱. د ضیاالدین یوسفزي کورنۍ، دیني تعلیم او وروسته بیا د جهاد خواهش

۲. د سوات د ځوانۍ دور او له دیني – سیاسي فکره، د طبقاتي او مدني حقونو نظریې ته اوښتل ​

۳. د سوات ناامنۍ پر وړاندې مدني – سیاسي فعالیت، د ملالې یوسفزۍ روزنه او ژوند او اوسنۍ مدني - سیاسي هلې ځلې.

شانګله زما د ژوند کور دی او سوات زما د ژوند د فلسفو کور دی.
ضیاالدین یوسفزی

ضیاالدین یوسفزی وايي، دی په شانګله کې هغه وخت زېږېدلی چې د سوات سیمه د پاکستان برخه نه وه او والي به یې د یوه خپلواکه ریاست په توګه چارې پرمخ وړلې.

دی وايي، شانګله یې ((د ژوند کور)) او سوات یې د ((ژوند د فلسفو کور)) دی.

د یوسفزي پلار دینپوه یا دیني عالم وو او د ده په وینا، پر منبر به یې د ټولنیز او طبقاتي توپیرونو په اړه خبرې کولې. هم هغه ورته لومړۍ زده کړې ورکړې.

یوسفزی وايي، په پدر سالاره ټولنه کې یې چې پلار ته وویل چې پر یوې نجلۍ مین دی او ورسره واده کول غواړي نو هغه ورته وویل، ((بچو چې ته یې وایې نو ټیک ده کنه)).

یوسفزی وايي، د ژوند د فلسفو په کور یعنې په سوات کې یې هغه مهال زیاتې سختۍ وګاللې چې په سیمه کې وسله والو طالبانو ځان پیاوړی کړ او بیا د عملیاتو له کبله بې کوره شو خو خپلو هڅو او هلو ځلو ته یې دوام ورکړ.

یوسفزی وايي، پلار ته وویل چې پر یوې نجلۍ مین دی او ورسره واده کول غواړي نو هغه ورته وویل، ((بچو چې ته یې وایې نو ټیک ده کنه)).
ضیا الدین یوسفزی

دی وايي، د طالبانو په لېسټ کې یې نوم وو خو ده فکر کاوه چې که ووژل هم شي نو خیر دی ځکه چې د ده راتلونکی نسل او ولس به خبر وي چې پر سوات بد حالات راغلي ول نو دی یې پر ضد درېدلی وو.

یوسفزی وايي، په ژوند کې یې تر ټولو کمزوری وخت هغه وو چې وسله والو طالبانو د ملالې د وژلو ګواښ وکړ. تر دې زیاته کمزوري یا بې وسي یې نه وه محسوسه کړې.

ضیاالدین یوسفزی خاندي او وايي، هغه مهال به یې ملالې ته ویل چې پر سټېج وینا کوي، نو د ((طالب نوم)) دې نه اخلي.

دی د ژوند د پیاوړو لمحو او د بې وزلۍ کیسې هم کوي او له پخواني امریکايي ولسمشر باراک اوباما او له امریکایې اداکارې او فعالې اېنجیلینا جولي سره د لیدو حال هم بیانوي چې د غږ (ږغ) په ځای کې یې اورېدای شئ.

د ملالې یوسفزۍ له پلار ضیا الدین یوسفزي سره بشپړه مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:32 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG